--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د ازموینو ملي ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د ازموینو ملي ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

2025-07-16

په هغه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې، د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د ۱۴۴۶ کال د اجرااتو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست، محترم شیخ عبدالباقي حقاني په دې خبري ناسته کې وویل: د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په اوږدو کې د شفافو، عادلانه او معیاري ازموینو د اخېستلو په برخه کې بې‌ساري پرمختګونه کړي دي.
محترم حقاني زیاته کړه، د تېر کال په ترڅ کې د مرکز او ولایتونو په کچه ۷۰ سترې او وړې ډله ییزې ازموینې اخیستل شوي چې په کې څه باندې ۲۱۰ زره کسانو  ګډون کړی. همداراز، د کانکور لپاره د نوم لیکنې فورمې په لومړي ځل انلاین وېشل شوي، د پوښتنو بانک ته ۴۰ زره نوې معیاري پوښتنې اضافه شوي او ازموینې د هېواد په ۴۰ حوزو کې په بریالیتوب ترسره شوي دي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د بایومتریک سیستم له لارې د شفافیت کچه لوړه شوې، د شکایتونو لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ شوی او د ازموینو د پایلو اعلان او شکایتونو ته لاسرسی اسانه شوی دی.
د یادې ادارې د مسئولینو په وینا، د هېواد په اوو زونونو لکه هرات، کندهار، بلخ، کندز، پکتیا، بامیان او ننګرهار کې زونیز واحدونه فعال او په ختیځ او لوېدیځ نورستان کې د ازموینو اخیستلو نوې حوزې جوړې شوي دي. د دې تر څنګ، د ازموینو د پایلو، شمولیت کارتونو، بروشرونو، مجلو، معلوماتي پاڼو، او نورو اړینو موادو چاپ او وېش هم د ادارې له لوري ترسره شوی.
د ازموینو ملي اداره ژمنه کوي چې د عصري ټکنالوژۍ، غوره مدیریت او د شته ظرفیتونو پر مټ، په هېواد کې یو نوی، شفاف او معیاري د ازموینې سیستم رامنځته کړي ترڅو له دې لارې ټولنیز عدالت تامین او حق حقدار ته وسپارل شي.#

شریک یی کړی