د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان سوداګري څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته پراخه شوې ده

2025-07-19
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو د شنبې په ورځ (۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو رسنیو مرکز د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د ۱۴۴۶ هـ ق کال راپور وړاندې کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، محترم الحاج نورالدین عزیزي، په دې خبري ناسته کې وویل: د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله تعالی) لخوا د صنعتي ساحو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل تصویب، د صنعتکارانو لپاره د څه باندې ۱۶۰ زره جریبه ځمکې ځانګړي کول، په بېلابېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو جوړول او د زېربنایي پروژو له هغې ډلې د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي برېښنا وېش سیستم د څلورم فاز د چارو بشپړېدل؛ په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
محترم عزیزي زیاته کړه، د افغانستان سوداګري څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته پراخه شوې، د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې او څه باندې ۸ میلیونه ټنه سوداګریز توکي د افغانستان له مسیر څخه ترانزیت شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په خبره، د شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې جذبېدو د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو زمینه برابره کړې، همدارنګه د کابل له نړیوال هوايي ډګر او نورو رسمي لارو څخه هېواد ته د څه باندې ۲ زره پانګوالو راتګ؛ د افغانستان اقتصادي فضا ته د پانګوالو د اعتماد او پام زیاتوالی په ډاګه کوي.
د دغه وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال ۲۷ کورني نندارتونونه جوړ شوي او په ۱۷ سیمهییزو او نړیوالو نندارتونونو کې د داخلي تولیداتو د پېژندنې او بازارموندې زمینه هم برابره شوې ده. دغه راز د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره ۱۶ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
په همدې ډول، د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ بېلابېلو هېوادونو ته د رسمي سفرونو او سوداګریزو اتشو په ور پېژندنې سره د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د پانګونې جلبولو برخه کې مؤثر اقدامات تر سره کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسئولینو په وینا، تېر کال کې په مختلفو سکتورونو کې پانګوالو او متقاضیانو ته په مختلفو سکتورونو کې په ټولیز ډول ۲۰۸۰۶ د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، په ۲۸ ولایتونو کې په ټولیز ډول ۸۵ پروژې پلي شوي او څه باندې ۱۴۲ زره تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره، د ۳۴ سکتورونو پر ورته وارداتي توکو تعرفې لوړ شوي او په مقابل کې یې د ۱۱۷۶ صنعتي ماشینونو او ۲.۷ میلیونه ټنه خامو موادو وارداتو ته ترجیحي تعرفې ورکړل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګڼې برنامې تر لاس لاندې لري، چې د ناخالص ملي تولید ۱۰ سلنه زیاتوالی، د سوداګرۍ حجم ۱۰ سلنه وده، صادراتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی، د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې جذب او د څه باندې ۱۰۰ زره نویو کار فرصتونو رامنځته کول پکې شامل دي.
همدارنګه، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۵۰ سړو خونو جوړول، د ۱۳ صنعتي پارکونو فعالول، د ۵۲ ملي او نړیوالو نندارتونونو په لار اچول او د هېواد په بندرونو کې د صادراتي کمپلکسونو جوړول، د وزارت له راتلونکو برنامو څخه دي.#