--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

اقتصاد وزارت: د افغانستان د پراختیايي ستراتېژۍ مسوده ترتیب شوې ده

اقتصاد وزارت: د افغانستان د پراختیايي ستراتېژۍ مسوده ترتیب شوې ده

2025-07-19

شنبه، ۲۸ چنګاښ۱۴۰۴
د اقتصاد وزارت مسئولینو د شنبې په ورځ (۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو رسنیو مرکز د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د ۱۴۴۶ هـ ق کال راپور وړاندې کړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، محترم دوکتور عبداللطیف نظري په دې خبري ناسته کې وویل: د هېواد د پراختیايي مدیریت د ښه‌والي په موخه، د افغانستان د پراختیايي ستراتېژۍ وروستۍ مسوده ترتیب شوې او دغه راز د پراختیايي پروژو د تطبیق له جریان څخه د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو لپاره ګڼ اقدامات هم ترسره شوي دي.
ښاغلي نظري زیاته کړه، د راتلونکو پنځه کلونو لپاره پراختیایي ستراتېژي تدوین شوې او د اقتصادي رشد، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، فقر کمولو، د زېربناوو پراختیا، د خصوصي سکتور ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په څېر کلیدي موخې پکې شاملې دي. 
د ښاغلي نظري په وینا، په تېر کې کې ۳۷۰ پراختیایي پروژې د بودجوي ادارو په کچه او ۸۷۳ فرعي پروژې په ولایتي کچه تر څارنې لاندې نیول شوي، چې راپورونه یې له اړوندو مقاماتو سره شریک شوي دي. 
د اقتصاد وزارت مسئولینو زیاتوي، تېر کال کې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسسو د ارزونې عالي کمېسیون تر تایید وروسته، د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي، چې له دې سره، په ټول هېواد کې د فعاله نادولتي موسسو شمېر ۲۶۴۰ ته رسېدلی دی.
په همدې ډول، د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخه کې په ټولیز ډول ۱۶۱۹ پروژې د اقتصاد وزارت دویمي واحدونو ته معرفي شوي چې له دې جملې څخه، ۱۳۱۱ پروژې د کورنیو او ۶۰۵ نورې د بهرنيو موسسو له خوا د ۶۹۵.۷ میلیون ډالرو په مجموعي بودجې سره بشپړې شوي دي. همدارنګه، د پروژو د تطبیق چارو کې د شفافیت د تضمین او د ځنډ مخنیوي لپاره، د څارنې او ارزونې لپاره نوي ډیجیټلي سیستمونه جوړ شوي دي.
د وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په چوکاټ کې، د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلب مسؤلیت هم اقتصاد وزارت ته سپارل شوی دی.  دغه وزارت د هدفمندو کاري کړنلارو په ترتیب سره، د دولتي ادارو، ملي سوداګرو، متنفذینو او نېکو کسانو مرستې تنظیموي.
دغه راز مسئولینو د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د تېر کال په جریان کې د ۳۷.۸ میلیون ډالرو په ارزښت، ۲۰۱ پروژې د کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ د کورنیو او بهرنيو موسسو لخوا تطبیق شوي دي.
اقتصاد وزارت څرګنده کړه، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کاري پلان له مخې، په ټولیز ډول ۴۳ فعالیتونه پلان شوي، چې له دې ډلې، ۳۷ یې دا مهال تر اجرا لاندې دي.#

شریک یی کړی