د افغانستان د علومو اکاډمي: په ټولیز ډول پر ۲۰۶ علمي- څېړنیزو پروژو کار شوی دی

2025-07-22
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولینو د دوشنبې په ورځ (۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د یادې اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو مرستیال، محترم شیخ الحدیث مولوي امیر جان ثاقب، په یاده خبري ناسته کې وویل: په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول پر ۲۰۶ علمي– څېړنیزو پروژو کار شوی دی.
د محترم ثاقب په وینا، دغه اداره د یوه منظم علمي، څېړنیز او اداري جوړښت په چوکاټ کې له ۱۶ علمي مرکزونو، ۴۸ انسټیټوټونو او ۷۳ ډیپارټمنټونو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د دې اکاډمۍ د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ۷ علمي– تحقیقي سیمینارونو جوړول، د ۶۷ علمي کنفرانسونو وړاندې کول او له ۳۰ عملي– څېړنیزو پروژو څخه دفاع؛ په تېر کال کې د دغې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.
په همدې ډول، د علومو اکاډمۍ علمي شورا په تېر یوه کال کې ۱۴ علمي اثار ترجمه کړي، څه باندې ۲۰۰ علمي– تحقیقي مقالې یې تالیف کړي، همدارنګه ۳۶ علمي پروژې یې هم تایید کړي دي.
د علومو اکاډمۍ مسئولینو په وینا، د دري ادبیاتو دایرة المعارف لومړی جلد بشپړ شوی او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د دایرة المعارف د تالیف تر څنګ؛ د اسلامي بانکدارۍ، بشري، اسلامي او طبیعي علومو دایرة المعارفونه هم اصلاح شوي دي.
په همدې ډول، د عمان او چین هېوادونو کې نړیوالو سیمینارونو ته د اکاډمۍ د غړو استول او د ایران اسلامي جمهوریت له ملي کتابتون او پوهنتونونو سره د پنځو علمي تفاهم لیکونو لاسلیک، د بېلابېلو هېوادونو د ماسټرۍ او دوکتورا بورسیو ته د ۱۰ تنو معرفي کول، او په کور دننه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته د ۸۰ تنو ورپېژندل، د ظرفیت لوړونې د ۱۸ پروګرامونو په لار اچول او د دې ادارې د ۲۶ استادانو ترفیع د ظرفيت لوړونې په برخه کې د دې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د ستراتېژیک پلان ترتیب او د هغه د تطبیقي پالیسیو تدوین او د الکترونیکي کتابتون، د څېړنو د تشخیص کلینیک، د اتنوګرافۍ موزیم، د کیمیا لابراتوار او تحقیقاتي فارم په برخه کې د پروپوزلونو بشپړول؛ د اداري اصلاحاتو برخه کې له مهمو اقداماتو څخه دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې له نورو متقاضي ادارو سره په علمي، نصاب جوړونې، د محتوا تولید او د شریعت پر بنسټ د تحلیلي چارو برخه کې پوره همکاري شوې ده.
په پای کې مسئولینو ټینګار وکړ، چې ترسره شوي اقدامات د اسلامي امارت د ستراتېژیو په چوکاټ کې د هېواد د علمي پرمختګ او اسلامي او ملي معارفو د ترویج برخه کې د دغه بنسټ له هڅو څخه دي.