--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د افغانستان بانک: د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان بانک: د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.

2025-07-24

د افغانستان بانک مسئولینو د چهارشنبې په ورځ (۱ زمری ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال، محترم صدیق الله خالد په دې خبري ناسته کې وویل: د افغانستان بانک د متوازنو او معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره، توانېدلی چې د اسعارو د نوساناتو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي چې د رسمي شمېرو له مخې، د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.
محترم خالد زیاته کړه، د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د پیسو کچه ۴۶۰.۳۵ میلیارډه او په بازار کې د ګرځېدونکو پیسو اندازه ۳۸۸.۰۳ میلیارډه افغانیو ته رسېدلې، چې دا اندازه د نقدینګۍ د حجم په برخه کې د مرکزي بانک د بریالي مدیریت ښکارندویي کوي.
د افغانستان بانک د مسئولینو په خبره، افغانستان بانک وکولی شول، چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال په اوږدو کې د انفلاسیون کچه په مطلوب حد کې وساتي. په دې کال د انفلاسیون منځنۍ کچه منفي ۲.۶۲ سلنه راپور شوې او ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې تر پایه دا کچه شاوخوا ۰.۴۹ سلنې ته رسېدلې ده. دې لاسته راوړنې نه یواځې د خلکو د پېرلو ځواک ساتلی، بلکې د سوداګرو او پانګوالو باور یې هم زیات کړی دی.
په همدې ډول، په ۱۴۴۶ هـ ق کال کې د افغانستان بانک په ټولیز ډول ۴ میلیارډه ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټول او له رسمي طرزالعمل سره سم یې سوځولي او له ګردش څخه یې خارج کړي دي. د دې تر څنګ، په همدې کال کې په بېلابېلو بڼو، ۴۱ میلیارډه او ۵۱۲ میلیونه افغانۍ نوي بانکنوټونه هم، بازار ته وړاندې شوي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د بانکونو د افغانیو له حسابونو څخه   د پیسو اخیستلو کچه په اونۍ کې ۳۵۰ زره او په میاشت کې یو میلیون افغانیو، همداراز، له ډالري حسابونو څخه د پیسو اخیستلو اندازه په اونۍ کې ۵ زره او په میاشت کې ۱۵ زره ډالرو ته لوړه شوې ده.
همدارنګه، د افغانستان بانک شفافیت، حساب‌ورکونې، د نویو خدماتو پراختیا، اسلامي بانکدارۍ ترویج او د نویو بانکي محصولاتو معرفي کولو ته پام بانکي خدمتونو ته خلکو د لاسرسي اسانتیا برخه کې مؤثر ګامونه پورته کړي دي. دا اقدامات پر بانکي نظام د خلکو او سوداګرو د باور زیاتېدو سبب شوي دي.
د افغانستان بانک د مسئولینو په وینا، د تېر کال په پرتله، د بانکونو له لوري د مالي تمویلاتو وړاندې شوې کچه، ۷۱ سلنه زیاته شوې او د دې ترڅنګ، تر ډېره بریده د پیسو د بین المللي انتقالاتو برخه کې شته ستونزې هم کمې شوي دي.
په همدې ډول، د مالي خدماتو د شفافیت او امنیت د تأمین په موخه، د صرافانو او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونه سیستماتیک او میکانیزه شوي دي. دې اقدام اړینو مالي خدماتو ته د خلکو د چټک او باوري لاسرسي کچه زیاته کړې ده.
مسئولینو څرګنده کړه، رسمي شمېرو له مخې، د ۱۴۴۶ هـ ق کال تر پایه پورې د صرافیو او د مالي خدماتو شرکتونو د شرکتي جوازونو شمېر ۱۳۱۲ او د ثبت شویو نمایندګیو شمېر ۱۲۴۱ ته رسېدلی دی. دغه راز، د تېر کال په اوږدو کې د مالي موسسو د الکترونیکي تادیاتو برخه کې څه باندې ۹ زره شکایتونه او قضیې تر څېړنې وروسته حل شوي دي.
د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د الکترونیکي تادیاتو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۵.۴۲ میلیارډه افغانیو ته رسېدلی، چې د مخکیني کال په پرتله ۸۶ سلنه رشد په ډاګه کوي.
د بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اصلاحات، له بانکي حسابونو څخه د پیسو د ایستلو آسانتیا، د نغدو تضمینونو بې‌ساری زیاتوالی، د تمویلاتو او زېرمو وده او د بیمه شویو پیسو بېرته ورکړه، په تېر کال کې د افغانستان بانک له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

شریک یی کړی