GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

2026-04-30

په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. 

دې غونډې ته د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه،  بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په څلورمه ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته یادې طرحې د مالي، اقتصادي او تخنیکي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته راجع او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

شریک یی کړی