د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
2026-06-08
د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته نن یکشنبه، د روان کال د غبرګولي په ۱۷مه نېټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له یاد مرکز سره یې د دوی له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.
همدازار، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ د کره، پر وخت او اغېزناکې اطلاعرسونې پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس په موخه یې د مرکز له لوري د یو شمېر نوښتونو او پروګرامونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په همدې ترتیب، د غونډې په لړ کېد امارتي ادارو ویاندویانو په خپل وار خبرې وکړې، د اطلاعرسونې د بهیر د پیاوړتیا په برخه کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې وستایلې او د نویو نوښتونو او پروګرامونو د بریالي تطبیق لپاره یې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ناسته نظام او ولس ته د خیر او ښېرازۍ په دعا سره پای ته ورسېده.