GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د رسنیو د خبر مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د رسنیو د خبر مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

2026-07-07

د رسنیو د خبر مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۱۶مه
د رسنیو د خبر مدیرانو د همغږۍ غونډه، د محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني په مشرۍ او د ملي پراختیا شرکت د ویاند په ګډون، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.


د غونډې په پیل کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني، د اطلاع‌رسونې په برخه کې د رسنیو له همکاریو څخه مننه وکړه. نوموړي د مسئولانه اطلاع‌رسونې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د واقعیتونو په انعکاس، د لاسته‌راوړنو په څرګندولو او د امارتي ادارو د فعالیتونو په انعکاس کې د رسنیو رول ارزښتناک او اغېزناک وباله.


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس همدارنګه د «حکومت د رسنیو په هنداره کې» پروګرام او د هغه د پلي کېدو څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د رسنیو له خبر مدیرانو یې وغوښتل چې د یاد پروګرام په پراخ رسنیز پوښښ کې هر اړخیزه همکاري وکړي.


ورپسې، د ملي پراختیا شرکت ویاند، محترم نبي‌الله ارغندیوال، په جبل‌السراج کې د سمنټو د سترې تولیدي پروژې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له رسنیو یې وغوښتل چې د دې ملي پروژې د پرانیستې مراسمو په خبري پوښښ او انعکاس کې فعاله ونډه واخلي.


د غونډې په دوام، د رسنیو د خبر مدیرانو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.


غونډه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مرستیال له لوري د بحثونو په راټولولو او د متقابل تعامل او همکارۍ د پیاوړتیا، د اطلاع‌رسونې د بهیر د لا اسانتیا او د امارتي ادارو د فعالیتونو او پروګرامونو د لا ښه رسنیز انعکاس په ټینګار سره پای ته ورسېده.

 

شریک یی کړی