د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسؤلینو سره ګډه غونډه وکړه
2026-07-07
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسؤلینو سره ګډه غونډه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) عمومي رئیس ښاغلي الکساندر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو (UNHCR) عالي کمېشنر ښاغلي برهم صالح او مل پلاوي سره بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال نننۍ غونډه د لازیاتې همغږۍ لپاره اړینه وبلله.
وروسته ښاغلي الکساندر ډي کرو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د سولې د ټینګښت، د امنیت د تأمین او انکشافي پروژو د تطبیق یادونه وکړه او وې ویل، د نشه يي توکو او اداري فساد د مخنیوي، د معتادینو راټولولو او درملنې، د اقتصادي ودې او پانګونې ته د غوره زمینې برابرولو په برخو کې د اسلامي امارت اقدامات د قدردانۍ وړ دي.
نوموړي څرګنده کړه، UNDP او نور همکار بنسټونه چمتو دي د اقتصادي سیستم او سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا، د زیربناؤ جوړولو، د کرنې او اوبولګولو د انکشاف په برخو کې له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.
وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلي برهم صالح د افغانستان اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ترمنځ پر ګډې همکاري ټینګار وکړ او وې ویل، له افغانانو سره به د UNHCR انسان دوستانه مرستې دوام ولري.
نوموړي د افغانانو په ځانګړي ډول راستنېدونکو مهاجرینو ته د انسان دوستانه مرستو اړتیا ته په اشارې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان به له مهاجرینو سره د مرستې او د هغوی د بیا ادغام په برخو کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل، نیمه پېړۍ تحمیلي جنګونو افغانانو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي چې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ او همکاري ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، د ټولو بین المللي قوانینو او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف مهاجرین په اجباري توګه اخراج شول، له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت په پرلپسې هڅو او د مسؤلو ارګانونو په همکاري وتوانېد د مهاجرینو ستونزو ته ښه رسیدګي وکړي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې له اته میلیونو زیات مهاجرین هیواد ته راستانه شوي چې دا زیات شمېر ښيي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ټینګار وویل، لازمه ده د زېربنایي او انکشافي پروژو د تطبیق له لارې مهاجرینو ته د کورونو جوړولو او زیاتو کاري فرصتونو ایجاد ته پاملرنه وشي، ترڅو دوی بیا ځلې له هیواده مهاجرت ته اړ نه شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې وویل، دا مهال په افغانستان کې نشه یي توکي په بشپړه توګه ختم شوي او دې کار د اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې له امله تحقق وموند، هیله لرم مسؤل بنسټونه د بدیل معشیت په برخه کې له بزګرانو سره همکاري وکړي.