عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د ولسوالیو او د ښار د حوزو د علماء کرامو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه
2026-07-22
بسم الله الرحمن الرحيم
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د ولسوالیو او د ښار د حوزو د علماء کرامو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی١٤٤۸/۲/۷ هـ ق د کندهار ولایت په مقام کې د کندهار ولایت د ولسوالیو او د ښار د حوزو د یو شمېر علماء کرامو لپاره د اسلامي نظام د استحکام او تقویې په هدف په جوړه شوې غونډه کې، چې د کندهار ولایت د ولسوالیو ګڼ شمیر علمای کرامو او متنفذینو او د اسلامي امارت یو شمیر لوړ رتبه مسئولینو هم په کې ګډون کړی وو ګډون او وینا وکړه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، لازمي سپارښتنې او وینا وکړه.
او ویې ویل: علماء کرام د الله تعالی له لورې په مځکه کې د الله جل جلاله د حقوقو په ساتنه کې نائبین او خلیفه ګان دي او علماء کرامو ته د الله جل جلاله له طرفه دروند مسؤلیت ور د غاړي سوی دی چې د الله جل جلاله دین به خلکو ته رسوي، ورته بیانوي به یې او دفاع به کوي او خلکو دیني رهنمايي به کوي، علماء کرام به د منکراتو مخنیوی کوي، خلګو ته به د منکراتو بدي بیانوي نو که علماء کرام په کلک عزم او اراده باندي خپله وظیفه اداء کړي تر ډېره به له جامعې څخه منکرات ورک شي، او کوښښ وکړئ د جاهلیت رواجونه ختم کړئ، نن د خدمت ښه موقع شته، چې د الله پاک د دین خدمت وکړل شي، شریعت ته د عملي کیدو ښه فر صت برابر شوی دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: علماء کرامو په هر وخت او زمان کې د دین، اسلام او شریعت د احیاء او راپورته کولو لپاره محنت کړی دی او په سختو شرایطو کې یې دین راپورته کړی دی او تر خلکو یې رسولی دی، الله پاک دین او اسلام علماء کرامو او امیرانو ته سپارلی او دوی یې په ساتنه مکلف کړي دي چې امیران به دین، اسلام او شریعت په خپل قوت سره ساتي او علماء کرام به یې په بیانولو د شرعي احکامو او تر خلکو پوري په رسولو سره ساتي، علماء کرام په شرعي امورو کې اولو الامر دي او خلک به یې اطاعت کوي او امیران په سیاسي، جهادي، او اصلاحي امورو کې د شریعت مطابق اولو الامر دي که دغه دواړه صنفونه اصلاح وي او خپلي وظیفې په سمه توګه سرته ورسوي نو به ټول خلک اصلاح وي.
هغه جناب وویل: د الله جل جلاله لوی نعمت دی چې اوس مسلمانان داسي نظام لري چې هغه خلکوته امر په شریعت کوي، نن په افغانستان کې الله پاک شرعي نظام راوستلی دی او د شرعي امیر بیعت، د مسلمانانو په اتفاق او د جهاد له لارې راغلی دی، نو اوس علماء کرامو ته الله پاک ښه فرصت ورکړی دی چې دوی یو د بل سره محبت وکړي، یو پر بل اعتماد ولري، ترڅو د ښمن ستاسو په منځ کې د هیڅ ډول تفرقې اچولو موقع او ځای پیدا نکړي، کوښښ وکړئ هم خپله او هم په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ ترڅو وحدت نور هم محکم شي او د فتنو دروازې بندي شي.
د اسلامي امارت زعیم وویل: دا چې غونډه د اسلامي امارت د استحکام او تقویې په هدف جوړه شوې ده، نو تاسو د اسلامي امارت سره د اسلامي نظام په استحکام کې ډېره برخه واخلئ او پوره همکاري ورسره وکړئ، د دین احیاء لپاره پوره همکاري ورسره وکړئ، خلک له عبثیاتو څخه را وګرځوئ د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته برابره کړئ، په خپلو منطقو کې د شاګردانو تعلیم او تربیه ته پوره توجه وکړئ، فکر او ذهن جوړولو کې یې زیات کوښښ وکړئ، او د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې علماء کرامو او مسؤلینو ته د تقوا او عاجزي په کولو سره مهمې توصیې وکړې، او زیاته یې کړه خپل امیر او ټولو مسؤلینو ته دعا کوئ چې الله تعالی یې نصرت وکړي او استقامت پر دین ورکړي، او کوښښ وکړئ په خپلو منځو کې تذکیر او مذاکره کوئ، تذکیر مؤمنانو ته ګټه رسوي خصوصاً علماء کرامو او مسؤلینو ته، په مذاکره او تذکیر کې چې د دین، اسلام او شریعت ذکر کیږي، نو دین، اسلام او شریعت ته توجه زیاتیږي او کوښښ وکړئ د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام ١٤٤۸/۲/۷ هـ ق