GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

محترم رئیس الوزراء د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ پلاوي سره وکتل

محترم رئیس الوزراء د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ پلاوي سره وکتل

2026-07-26

خبر
۱۴۰۵ د زمري ۴

 
محترم رئیس الوزراء د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال محترم جمشید خواجه یف سره، چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

په دې ليدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د کانونو او پټروليم وزير محترم ملا هدايت الله بدري او په ازبکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محترم شیخ عبدالغفار بحر هم حضور درلود.

په پیل کې، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، معینانو، سوداګرو او پانګه والو د لوی پلاوي د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا ده.

نوموړي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د ازبکستان د جمهوررئیس محترم شوکت میرضیایف په لارښوونه د دغه لوی پلاوي د سفر اصلي هدف دا دی، چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي کار پیل او دواړه هیوادونه یې پایلې وګوري.

محترم جمشید خواجه یف وویل، تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات ۱۵۰ میلون ډالر وو خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې او توقع شته، چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړي او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال محترم جمشید خواجه یف په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دوی سفر یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړ.

محترم رئیس الوزراء وویل، د ازبکستان د دې لوی پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکې د یاد هیواد د باور لویه نښه ده.

محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له یاد ورو او دوست هیواد سره د اړیکو په پیاوړتیا خوښ او د شویو ژمنو تطبیق ته بشپړ ژمن دی.

شریک یی کړی