د اطلاعرسونې بهیر د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
2026-07-27
د اطلاعرسونې بهیر د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د اطلاعرسونې بهیر د پیاوړتیا او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د کچې د لوړولو په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې تر عنوان لاندې د همغږۍ یوه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د امارتي ادارو لوړپوړو چارواکو او مسئولینو، د رسنیو استازو او یو شمېر شنونکو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیمالحق حقاني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د برنامې د موخو او د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، دغه برنامه د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس او همدارنګه د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لا پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
ورپسې، د ریاستالوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د رسنیو پر نقش او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، دا ډول ناستې او برنامې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو، خدمتونو او پرمختیايي پروژو په اغېزناک انعکاس کې مهم او رغنده رول لري.
همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، محترم مولوي ذبیحالله مجاهد، د یادې برنامې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اړتیا ده چې دغه لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریکې شي. نوموړي وویل، د دغو لاسته راوړنو د انعکاس او خلکو ته د کره او باوري معلوماتو د رسولو لپاره د ورته ناستو او برنامو جوړول مهم دي.
ورپسې، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس، محترم شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د اطلاعرسونې پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې کره، پر وخت او باوري اطلاعرسونه د عامه پوهاوي د لوړولو او د ولس او حکومت ترمنځ د باور او اعتماد د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزیر، محترم شیخ شیر احمد حقاني، هم په خپلو خبرو کې دغه اقدام د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول ناستې د اطلاعرسونې د بهیر په پیاوړتیا او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي کې ارزښتناک رول لري.
د غونډې په لړ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس، محترم مولوي احمدالله وثیق، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، او د ریاستالوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس، محترم شیخالحدیث مفتي محمود ذاکري، هم په خپلو ویناوو کې د دغې برنامې هرکلی وکړ، دا یې یو مهم او ګټور اقدام وباله او د ورته ناستو او برنامو پر دوام او لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
غونډه هېواد، نظام او ولس ته د خیر او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.