د عدالت تأمین، د دیني ارزښتونو ترویج او د فرهنګي هویت ساتنه؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د دیني او فرهنګي ارزښتونو، عدالت او قانون د اوونۍ مهمې لاسته راوړنې
2026-07-28
د عدالت تأمین، د دیني ارزښتونو ترویج او د فرهنګي هویت ساتنه؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د دیني او فرهنګي ارزښتونو، عدالت او قانون د اوونۍ مهمې لاسته راوړنې
د زمري ۶مه، کال ۱۴۰۵
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې او د دیني او فرهنګي ارزښتونو، عدالت او قانون د اوونۍ په چوکاټ کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې د هېواد د عدلي، قضايي، دیني او فرهنګي ادارو مهمې لاسته راوړنې اعلان شوې.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د عدالت د تأمین، د قانون د تنفیذ، د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د فرهنګي هویت د ساتنې، د شخړو د هواري، د عامه شتمنیو د خوندیتوب او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخو کې د اړوندو ادارو له لوري پراخ او مهم اقدامات ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، سترې محکمې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد په محکمو کې ۲۶۲ زره او ۹۳۷ قضیو ته رسېدنه کړې، ۱۶۰ زره او ۳۴۶ شرعي وثیقې یې صادرې کړې او د سولې او ابراء له لارې یې ۷۱ زره او ۶۷۴ حقوقي دعوې حل او فصل کړې دي.
همدارنګه، د کوچني اختر په مناسبت ۹ زره او ۳ بندیان خوشې شوي او یا هم د هغوی د بند موده کمه شوې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۴۴ جوماتونو د جوړولو، د ۲۸ جوماتونو د بیارغولو، د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد، سعودي عربستان ته د ۷۹ زره او ۳۷ عمره کوونکو د استولو، د ۲۲۸ لیکلو فتواوو د صادرولو او په ۴۱۱ نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د تفسیر د دورو د جوړولو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې، عدلیې وزارت ویلي چې د تېر کال په ترڅ کې یې ۱۳۷ تقنیني اسناد ترتیب او ارزولي، ۲۴ عنوانه تقنیني اسناد یې په رسمي جریده کې خپاره کړي او په څه باندې ۶ زره قضیو کې یې د اسلامي امارت له حقوقو او شتمنیو څخه دفاع کړې ده. د دغو اقداماتو په پایله کې له ۴۴ زره جریبو څخه زیاته ځمکه، ۱۷۱ دوکانونه، ۸ ودانۍ، له یو میلیارد او ۵۶ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ او ۳.۳ میلیونه امریکایي ډالر د اسلامي امارت په ګټه بېرته راګرځول شوي دي.
د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمېسیون د شمېرو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ۲ میلیونه او ۴۴ زره جریبو څخه زیاته امارتي او وقفي ځمکه تثبیت شوې او د ۹۴۹ زره او ۶۶۴ جریبو څخه د زیاتو غصب شویو ځمکو د استرداد لپاره ۲۷۶ پرېکړې صادرې شوې دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هم ویلي چې له ۱۰ زرو څخه زیاتې د عامه پوهاوي غونډې یې جوړې کړې، د ښځو د ۳ زره او ۲۹۴ شرعي حقوقي قضیو ته یې رسېدنه کړې، یو زر او ۳۶۰ ښځې یې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې، ۴ زره او ۸۹۶ شخړې یې حل کړې او ۱۰ زره شکایتونه یې ثبت کړي، چې له هغو څخه تر ۶ زرو زیات حل شوي دي.
په فرهنګي برخه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې نږدې ۸ میلیونه کورنیو او ۱۰ زره بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. همدارنګه ۳۲ تاریخي آبدې مرمت شوې، ۴۴ لرغونې سیمې ثبت شوې، ۲۰۲ تاریخي اثار بیارغول شوي او د ۱۳۴ تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
دغه وزارت همدارنګه د فعالو دولتي کتابتونونو شمېر ۱۱۴ ته لوړ کړی او لسګونو رسنیو، فرهنګي بنسټونو او سیاحتي شرکتونو ته یې د فعالیت جوازونه صادر یا تمدید کړي دي.
له بلې خوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هېواد کې د ۴۳۲ شخړو د حل او د ملي یووالي او ټولنیزې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د ۴۵۹ ولسي او قومي غونډو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د عدالت پر تأمین، د قانون پر حاکمیت، د دیني او فرهنګي ارزښتونو پر ترویج، د تاریخي میراثونو پر ساتنه، د خلکو ستونزو ته پر رسېدنې او د ټولنیز یووالي پر پیاوړتیا تمرکز کړی او د اسلامي ارزښتونو، قانوني نظم او ټولنیز ثبات پر بنسټ د یوې هوسا ټولنې د رامنځته کولو هڅې یې دوام لري.
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د امارتي ادارو د مهمو لاسته راوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه پیل شوی دی.