--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

2025-03-23

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند د ۱۴۰۴ لمریز کال د پسرلي په مناسبت د ارګ د ګلخانې ماڼۍ په چمن کې یو نیالګی کېناوه.

په دې مراسمو کې، پر رئیس الوزراء سربېره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

یاد مراسم د ارګ د جامع جومات د خطیب محترم قاري محمد حنیف له لوري هیوادوالو ته د خیر او فلاح او د هېواد د هوساینې او زرغونتیا لپاره په دعائې سره پای ته ورسېدل.#

شریک یی کړی