د ازموینو ملي ادارې، د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې اخیستلو د احتمالي پلان په اړه معلومات ورکړل

2025-04-27
د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د یکشنبې په ورځ (۷ غویی ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، اختصاصي او شپې پوهنځیو ازموینو اخیستلو د احتمالي پلان په اړه، رسنیو ته معلومات ور کړل.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست، محترم شیخ عبدالباقي حقاني، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینه په پنځه پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه به د غبرګولي په ۷، ۸ او ۹ مه؛ د دوهم پړاو د غبرګولي په ۲۸، ۲۹ او ۳۰مه؛ د درېیم پړاو د چنګاښ په ۵ او ۶مه؛ د څلورم پړاو د چنګاښ په ۱۳ او د پنځم پړاو ازموینه به د چنګاښ په ۲۰ مه نېټه واخیستل شي.
محترم حقاني زیاته کړه، چې میدان وردک، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي ولایتونه په لومړي پړاو، ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، د نورستان درې حوزې، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او ارزګان ولایتونه په دویم پړاو؛ تخار، جوزجان، بادغیس، کندز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونه په درېیم او کابل ولایت په څلورم پړاو کې شامل دي.
د ښاغلي حقاني د معلوماتو له مخې پنځم پړاو چې په کابل ولایت کې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه اخیستل کېږي، د دیني مدرسو، اختصاصي (څوارلسم پاسانو)، د ولایتونو غیر حاضرانو، خارج مرز او د شپې پوهنځیو ازموینې ته ځانګړی شوی دی.
د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د معلوماتو له مخې، سږکال د ماسټرۍ پروګرام کې د جذب ظرفیت ۳۰۰۰ ، د لېسانس دورې د جذب ظرفیت ۷۶ زره او ۴۰۰ او د نیمه لوړو زده کړو د جذب ظرفیت ۳۳ زره او ۵۵۰ تنه دی. مسئولینو زیاته کړه، چې ازموینه به په بشپړ شفافیت تر سره شي څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.
د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په وینا، د سږني کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت د موجوده نصاب له مخې په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو نوې او معیاري پوښتنې جوړې شوي دي.
د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۴ کال د کانکور عمومي پایلې به د چنگاښ میاشتې په وروستیو او یا د زمري میاشتې د لومړۍ اونۍ په پیل کې اعلان شي.