--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون: نیږدې ۴ میلیونه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون: نیږدې ۴ میلیونه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده

2025-05-11

د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مسئولینو د یکشنبې په ورځ ( ۲۱ غویی ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یاد کېسیون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د بررسۍ مرستیال او د ځمکو دغصب مخنیوي کمېسیون غړي، محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي شریعت له نظره د نورو مال غصبول حرام او د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده. دا عمل په ښکاره ډول د خدای ج او رسول الله ص له لارښوونو سره په ټکر کې دی.
محترم غزنوي زیاته کړه، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیت له پیل نه تر دې دمه څه باندې، ۴۹.۷ میلیونه جریبه ځمکه تشخیص شوې، څه باندې ۳.۹ میلیون جریبه استرداد شوې او په دې برخه د لسګونو قضیو په اړه پرېکړې تر سره شوي دي. دغه راز، کمېسیون څه باندې، ۱۲.۷ میلیون جریبه ځمکه ثبت او د دولتي ملکیت په توګه ساتلې ده.
د کمېسیون مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسیون به د اراضي چارو او امارتي غصب شويو ځمکو د استرداد پر وزارت بدل شي؛ خو د کمېسیون فعالیت به د یاد وزارت تر رامنځته کېدو پورې په پوره جدیت او قاطعیت سره، دوام ولري. 
دغه راز د ځمکو د غصب مخنیوي کېسیون مسئولینو زیاته کړه، یوازې په کابل کې، ۶۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده. دا ښيي چې د اسلامي امارت مبارزه یوازې شعار نه، بلکې عملي اقدام دی.
د کمېسیون مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د نوي کابل پروژه چې په ده ‌سبز سیمه کې پلې کېږي، د کابل د پراختیا او د بې کورۍ ستونزې د حل لپاره یوه مهمه پروژه ده. د دې حیاتي پروژې لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې اوسمهال په دې پروژه کې څلور شرکتونه فعال دي. پانګوال کولی شي، چې په دې ملي پروژه کې برخه واخلي او لا یې پیاوړې کړي.
د کمېسیون مسئولینو زیاته کړه، زورواکو او غاصبینو ته مو پیغام دا دی، مخکې له دې چې عدلي اقدامات تر سره شي؛ د دولتي ځمکو له غصب څخه لاس واخلئ، رضایت لیک ورکړئ او له اسلامي امارت سره همکاري وکړئ.
د یاد کمېسیون مسئولینو د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې هر عالم، مخور شخصیت، قومي مشر او با نفوذه کس باید له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، د دولتي ځمکو د غصب پر ضد مبارزه کې برخه واخلي او د دې ناروا عمل منفي اغېزې خلکو ته واضح کړي.

شریک یی کړی