--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

2025-06-22

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. غونډه پرون د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.

 د یادې پالیسي لیدلوری (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان) او موخې یې (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) دي. اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

همداراز په غونډه کې مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې غځولو پروژې ته په ۱۴۰۴ مالي کال کې د اړتیا وړ بودیجه ځانګړې او د افغانستان برېښنا شرکت یاده پروژه تطبیق کړي.

د غونډې په پای کې په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې ټولټال به ۸۷۸ دوکانونه ولري. همدارنګه په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه کوي. پورته تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.

شریک یی کړی