--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير سره وکتل

2025-03-23

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محترم مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل.

په دې ليدنه کې، لومړی په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محترم مولوي فضل محمد حقاني خبرې وکړې او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونیت ته راپور ورکړ.

نوموړي وويل، د دغه سفارت مسؤلين په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا لپاره هڅه کوي، چې تر اوسه يې ښه نتيجه ورکړې ده.

محترم مولوي فضل محمد حقاني وويل، دې ته په پام چې په ايران کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي په ياد هیواد کې کونسلي خدمتونه فعال دي او مېشتو افغانانو ته په ښه ډول خدمتونه وړاندې شوي او ستونزو ته يې رسيدګي شوې ده.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، افغانستان او ايران په ديني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې لرغونې اړيکې لري او د دې سفارت مسؤلين يې بايد د لا زياتې پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو څخه وغوښتل، ترڅو په ياد هيواد کې مېشتو افغانانو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.#

شریک یی کړی