--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى قطر هېواد ته په سفر روان شو!

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى قطر هېواد ته په سفر روان شو!

2025-05-05

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ پلاوی چې د دې معینیت ځینو ريس صاحبانو یې ملتیا کوله د قطر هېواد په رسمي بلنه پرون يکشنبه ماښام د غويي په څوارلسمه نېټه د پلازمینه کابل څخه یاد هېواد ته په سفر روان شول. ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې به د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين صاحب د قطر هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مسؤلینو سره لیدنه وکړي او دواړه خواوې به د نشه يي توکو د کنتړول په برخه کې د ګډو هڅو پر اساس د نظریاتو تبادول او د همکاريو په پراختيا باندې خبرې اترې وکړي.

شریک یی کړی