--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

ه پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWEC موسسې ترمنځ د ۱۹۹،۹۵۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

ه پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWEC موسسې ترمنځ د ۱۹۹،۹۵۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

2025-06-26

پرون ورځ چهار شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ښځو د زده کړو مرکز (AWEC) موسسې له کفیل محترم حزب الله سخي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 

په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب، راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د طبیعي پېښو له امله یې د زیانمنو شویو لپاره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موسسې باید زیانمنو شویو ته د مرستو د وېشلو په لړۍ کې د اړوندو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ریاستونو له مسؤلینو سره همغږي وي. نوموړي همداراز، د مرستو د وېش د شفافیت پر اهمیت هم خبرې وکړې.

ورپسې د یادې موسسې کفیل، ښاغلي سخي د خپلې تطبیق کېدونکې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دوی به دا پروژه د اسلامي امارت د قوانینو په چوکاټ او د دې ادارې د مقام د رهبرۍ د لارښوونو په پام کې نیولو سره ترسره کوي. 

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د ۱۹۹،۹۵۰ (۱۹۹زره او ۹۵۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. چې له مخې به یې د بدخشان ولایت په تګاب او تشګاب ولسوالیو کې ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو هرې یوې ته ۱۷۵ ډالر ورکول شي او ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته به د ۱۴۵ ډالرو معادل د غیر خوراکي توکو لکه: دیګ، دیګ بخار، چاینک، د آشپز خانې لپاره چاقو، کفګیر، پیالې، پیشقاف، د ډوډۍ خوړلو قاشوقې، د خوړو ساتلو لپاره پلاستیکي لوښي، فولادي کاسې، د لاس وینځلو صابون، د جامو وینځلو صابون، د پخلي له وسایلو سره یو ځای د ګاز سلنډر، د ښه کیفیت لرونکی ترپال، لاسي څراغ، فلزي سطل او یو نفري او دوه نفري کمپلو کېټونه ووېشل شي، د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ ډېرو اغېزمنو شویو وګړو ته به د روغتیایي مشورو د ورکولو په موخه د ټکسي کرایې لپاره هر کس ته ۳۰ ډالر ورکړل شي او همدارنګه د یادې تفاهم نامې له مخې ۸۰۰۰ ډالر د طبیعي پېښې په وړاندې د چمتوالي د ورکشاپونو لپاره د ۸۰۰۰ کسانو لپاره په پام کې نیول شوي دي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق

شریک یی کړی