GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز دندې

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز دندې په لاندې برخو وېشل شوي دي:

لومړۍ برخه: رهبري، مدیریت او پلان جوړونه: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبري، د مرکز د چارو د پر مخ وړلو او مدیریت ترڅنګ، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، ريښتینو اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسري اسانتیا، د دولتي ادارو کړنو او لاسته راوړنو ته د انعکاس زمینې برابرولو، د نظام له پالېسیو او ارزښتونو څخه د دفاع، د نظام پر وړاندې د منفي تبلیغاتو کچې کمولو او د نظام د رهبرۍ او ریاست الوزراء مقام د ارشاداتو، لارښوونو، پیغامونو، حکمونو او فرامینو د تکثیر برخه کې هم فعالیت کوي.

دوهمه برخه: له دولتي ادارو سره همغږي: له دولتي ادارو سره د همغږۍ آمریت، د مطبوعاتي پروګرامونو او ناستو د تنظیم په موخه له دولتي ادارو سره د همغږۍ، د ویندویانو دفترونو د ارزونې، راپورونو جوړولو او د ویندویانو د دفترونو د مطبوعاتي او نشراتي چارو د لا ښه انسجام برخه کې فعالیت تر سره کوي.

درېیمه برخه: له رسنیو سره اړیکې: رسنیو سره د اړیکو آمریت، له رسنیو سره د اړیکو د ټینګښت او د رسنیزو پروګرامونو په ځانګړي ډول د مطبوعاتي کنفرانسونو، خبري ناستو، ځانګړو مرکو او د نورو رسنیزو چارو پر مخ وړلو برخه کې فعالیت تر سره کوي.

څلورمه برخه: تولید: د تولید او سټوډیو آمریت، د راډیویي او تلویزیوني پروګرامونو د تولید، د خبري ناستو او مطبوعاتي کنفرانسونو د ثبت او د مستندونو او انځوریزو راپورونو د تولید په موخه ایجاد شوی او هڅه کېږي څو له دې لارې د اړتیا وړ معلومات د خبریالانو او رسنیو په واک کې ور کړل شي.

پنځمه برخه: اداري چارې: دغه برخه د مرکز د چارو د تنظیم، مدیریت او پر مخ وړلو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي او له دې لارې هڅه کېږي چې په موثر او دوامداره ډول د مرکز د فعالیتونو د تحقق لپاره زمینه برابره شي.

Share this article