GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

تاریخچه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریاست د حکومت، رسنیو او خلکو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه د نظام د اطلاع رسونې دستګاه له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، چې د مطبوعاتي اسانتیاوو برابرولو برخه کې د بشري او تخنیکي ظرفیت په لرلو سره، د دولتي ادارو کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو او د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکوي. لکه څنګه چې دغه مرکز د رامنځته کېدو وخته تر دې مهاله د اطلاع رسونې جریان د پیاوړتیا، واقعي اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسرسي، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همکارۍ سطحې پیاوړتیا او د عامه اذهانو روښانولو برخه کې د پام وړ فعالیتونه تر سره کړي دي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وخت د حکومت د ۲/۶/۱۳۸۷ نېټې د (۳۳۹۷) ګڼې حکم پر بنسټ رامنځته شو. دغه مرکز د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ کچې لوړولو، ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي اسانتیا، د دولتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس، د نظام د پالېسیو او ارزښتونو د دفاع، د نظام پر ضد د منفي تبلیغاتو د کمولو، د دولتي ادارو د ویندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو د ظرفیت لوړولو، او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله او ریاست‌الوزرا د هدایاتو، لارښوونو، پیغامونو، احکامو او فرمانونو د خپرولو په برخه کې فعالیت کوي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په پیل کې د تمویلوونکو ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ خپل فعالیتونه تر سره کول، ترڅو چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د حکومت په تشکیلاتي جوړښت کې مدغم شو او د کابل ښار له شش درک ساحې څخه یې مرمرینې ماڼۍ ته نقل مکان وکړ او د حکومت په مالي ملاتړ سره یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره د وخت د جمهوري ریاست د چارو ادارې تر چتر لاندې رامنځته شوه او د تېر حکومت د لزوم دید پر بنسټ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې په تشکیلاتي جوړښت کې تنظیم او د یادې ادارې په چوکاټ کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره، د ذیصلاح چارواکو د لزوم دید له مخې، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په معاونیت بدله او دغه معاونیت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست تر چتر لاندې تنظیم شو. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز چې مخکې یې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې تر چتر لاندې فعالیت کاوه، د یاد معاونیت په تشکیلاتي جوړښت کې تنظیم او خپل فعالیت ته یې دوام ورکړ.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رول، اهمیت او ځای ځایګي ته په کتو، مسئولینو هڅه وکړه، چې د دغه مرکز د فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره دوامداره او هر اړخیزې هلې ځلې ترسره کړي. د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د دولتي ادارو د کړنو د انعکاس، له پالېسیو څخه دفاع، د نظام د لیدلوري تشریح او د رسنیو او ادارو ترمنځ د تعامل کچې د پیاوړتیا په موخه، ۲۴۶ مطبوعاتي کنفرانسونه دایر شوي، ۵۱۲ خبري کلېپونه ثبت او خپاره شوي، له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د ویندویانو ۴۲ ځانګړې مرکې تنظیم شوي او د دولتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه په لار اچول شوي دي.

په لنډ ډول باید وویل شي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له خپل تاسیس څخه تر دې دمه تل هڅه کړې، ترڅو اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي اسانه او د دولتي ادارو له کړنو، لاسته راوړنو او پالېسیو څخه ملت او نړیوال خبر کړي.

Share this article