GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس پیغام

شفافه، کره او مسئولانه اطلاع رسونه د بریالۍ حکومتولۍ له اساسي ارکانو څخه ده. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریاست، د حکومت، رسنیو او خلکو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه، پدې برخه کې مهم رول لوبوي. دغه بنسټ د بشري او تخنیکي ظرفیتونو په کارولو سره، داسې فرصت رامنځته کړی، چې واقعیتونه په ښه ډول منعکس، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ تعامل پیاوړی او د افغانستان اسلامي امارت د سیاستونو او لاسته راوړنو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

زموږ اهداف او ماموریت

دغه مرکز د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تأمین او پیاوړتیا، موثقو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي اسانتیا، د حکومت د پروګرامونو، پالیسیو او پرمختګونو د انعکاس، د رسنیزو او نشراتي فعالیتونو ملاتړ او د دولت او ملت ترمنځ د اعتماد او همدلۍ فضا رامنځته کولو په موخه تأسیس شوی دی. د دغه بنسټ بله مهمه دنده د اسلامي امارت د مشرتابه مقام او ریاست الوزراء مقام د هدایاتو، لارښوونو، حکمونو او فرمانونو ابلاغ کول دي، تر څو د اطلاع رسونې د نظم او انسجام د ساتنې تر څنګ، د ناسمو معلوماتو او شایعاتو د خپرېدو مخنیوی وشي.

لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه

د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره، موږ په تېرو درې کلونو کې د دغو اهدافو د تحقق لپاره پراخې هلې‌ځلې کړي دي. د مؤثرې اطلاع رسونې د ستراتېژیو تدوین او تطبیق، رسمي اطلاعاتي سرچینو ته د رسنیو د لاسرسي ښه‌والی، د خبریالانو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل اسانتیا، او د حقایقو د انعکاس لپاره د نویو بسترونو رامنځته کول، د دغو اقداماتو یوه برخه ده.

په دې ډول، د اطلاع رسونې د پراختیا مسیر لا هم دوام لري. موږ په پام کې لرو چې د متنوعو او نوښتګرو برنامو په پلي کولو سره، د منځپانګو د تولید او خپرولو کیفیت ښه، په ملي سطحه د اطلاع رسونې جریان پیاوړی او له پرمختللو ارتباطي وسایلو څخه په ګټې اخیستنې د عامه پوهاوي کچه تر پخوا لوړه کړو. سربېره پر دې، د سالم، مسئولانه او مسلکي فعالیت برخه کې له رسنیو څخه ملاتړ او د اطلاع رسونې برخه کې له موجودو ننګونو سره مقابله به، زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه وي.

روښانه راتلونکي ته زموږ ژمنتیا

موږ باور لرو چې شفاف او مسئولانه اطلاعاتي بهیر نه‌یوازې د دولت او ملت ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د ټولنیز پیوستون، ملي انسجام او دوامداره پراختیا لپاره هم زمینه برابروي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ژمن دی، چې د هدفمند پلان له مخې، له رسنیو سره د تعامل په زیاتوالي او د رغنده اطلاعاتي فعالیتونو د ملاتړ له لارې، داسې فضا رامنځته کړي چې په هغې کې حقیقت څرګند او د خلکو نظریات واورېدل شي او د ننني افغانستان ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې شي. مؤثره اطلاع رسونه، د ځواب ویونکي، ولس‌محوره او ځواکمن حکومت بنسټ دی. موږ په دې لاره کې په قوي اراده ګام پورته کوو.

کابل افغانستان

د ۱۴۰۳ هـ ش کال

Share this article