د امارتي ادارو ویندویانو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
2026-11-01
د امارتي ادارو ویندویانو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د رسنیزو بنسټونو په همکارۍ، د امارتي ادارو ویندویانو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یکشنبې په ورځ (۱۰ لړم ۱۴۰۵) په دغه مرکز کې پیل شو.
په پیل کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد، پخپله وینا کې د امارتي ادارو د ویندویانو لپاره د دغه روزنیز ورکشاپ پر اهمیت ټینګار وکړ او دا ډول روزنیز ورکشاپونه یې د ویندویانو د مسلکي مهارتونو او ظرفیت لوړولو لپاره مهم وبلل. نوموړي له ویندویانو وغوښتل، چې د ورکشاپ له ښوونیزو موضوعاتو پخپل کاري چاپېریال کې ښه ګټه پورته کړي.
دغه راز، محترم مجاهد له ویندویانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلو کاري مسئولیتونو ته ښه پاملرنه وکړي، له رسنیو سره خپله همکاري نوره هم زیاته کړي او د خپلو ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه دقیق او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني خبرې وکړې وې ویل، د دې ورکشاپ له لارې هڅه کېږي، چې ویندویان خپل مطبوعاتي او نشراتي فعالیتونه بهتر، له رسنیو سره همکاري پیاوړې او د خپلو ادارو فعالیتونو ته پر وخت انعکاس ورکړي.
محترم حقاني، له ویندویانو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه روزنیز ورکشاپ کې فعاله برخه واخلي او د ورکشاپ له درسي موضوعاتو څخه ښه ګټه پورته کړي.
په دې روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ویاندویۍ د اصولو او مسئولیتونو، د خبر او رسنیزو مطالبو د لیکلو، د مطبوعاتي کنفرانسونو د تنظیم او مدیریت، له خبریالانو او رسنیو سره د اغېزناکو اړیکو د ټینګښت او د عصري ټکنالوژۍ څخه په نشراتي ډګر کې د موثره ګټې اخیستنې په اړه روزنه ورکړل شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د دغه ډول روزنیزو ورکشاپونو په دایرولو سره هڅه کوي چې د امارتي ادارو د ویندویانو مسلکي وړتیاوې پیاوړې او د هېواد په رسنیز ډګر کې د کره، رڼو او پر وخت معلوماتو د وړاندې کولو بهیر لا ګړندی کړي.