GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د پوهنې، لوړو زده‌کړو او علمي څېړنو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د تعلیم، تحصیل او تحقیق د اوونۍ مهمې لاسته‌راوړنې

د پوهنې، لوړو زده‌کړو او علمي څېړنو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د تعلیم، تحصیل او تحقیق د اوونۍ مهمې لاسته‌راوړنې

2026-08-30

د پوهنې، لوړو زده‌کړو او علمي څېړنو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د تعلیم، تحصیل او تحقیق د اوونۍ مهمې لاسته‌راوړنې

 

د پوهنې، لوړو زده‌کړو او علمي څېړنو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د تعلیم، تحصیل او تحقیق د اوونۍ مهمې لاسته‌راوړنې


د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د ښوونیزو زیربناوو د پراختیا، پوهنې او لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو او استادانو د ظرفیت لوړولو، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا، د ښوونیزو خدمتونو د چټکتیا او د علمي څېړنو د پرمختګ په برخو کې د مسؤلو ادارو له لوري مهم او پراخ اقدامات ترسره شوي دي.


د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې او د ۹۷۰ ښوونځیو او دیني مدرسو ترمیم او بیارغونه یې ترسره کړې ده. همدارنګه، د هېواد په کچه په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۲۰ زره زده کوونکي په زده‌کړو بوخت وو.


همدارنګه، د دیني زده‌کړو او سواد زده‌کړې په برخه کې، له ۲ میلیونو او ۴۴۴ زرو څخه زیاتو د دیني علومو طالب‌العلمانو په دیني مدرسو کې د اسلامي زده‌کړو په ترلاسه کولو بوخت وو او په ۴ زره او ۹۷۳ سواد زده‌کړې مرکزونو کې له ۹۳ زرو څخه زیاتو کسانو ته زده‌کړیز پروګرامونه وړاندې شوي دي. ددې ترڅنګ، له ۸۲ زرو څخه زیاتو راستنېدونکو ته هم د ښوونیزو خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.


د لوړو زده‌کړو په برخه کې، د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې د هېواد په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې له ۲۱۲ زرو څخه زیات محصلان خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي او په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د فارغینو لپاره له ۱۱۰ زرو څخه زیات تحصیلي اسناد صادر شوي دي. همدارنګه، د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه د محصلانو لپاره ۱۵۸ زده‌کړیز پروګرامونه جوړ شوي او له زرو څخه زیات استادان لنډمهاله او اوږدمهاله زده‌کړیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.


د معلوماتو له مخې، تېر کال ۲۹۰ تنه استادان د ماسټرۍ او ۹۴ تنه استادان د دوکتورا پروګرامونو ته معرفي شوي، ۱۳۷ تنه استادان په بهر کې د خپلو تحصیلي دورو له بشپړولو وروسته افغانستان ته راستانه شوي او په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه رامنځته شوي دي. همدارنګه، د لوړو زده‌کړو د زیربناوو د پراختیا په موخه په پوهنتونونو او دیني جامعاتو کې ۲۲ پراختیايي پروژې پلې شوې دي.


د ازموینو عمومي ادارې هم اعلان کړی چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په ټول هېواد کې د کانکور ۵۳ دورې ازموینې ترسره شوې او ۱۸۹ زره او ۱۶۹ نوماندانو پکې ګډون کړی دی. نوموړې ادارې همدارنګه د انلاین سیسټمونو په رامنځته کولو سره د نوم‌لیکنې، شکایتونو د ثبت، د تحصیلي اسنادو د طی مراحلو او د فارغانو د شهرت د سمون بهیرونه اسانه کړي دي.


د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ویلي چې په تخنیکي لیسو او انسټیټیوټونو کې له ۷۷ زره او ۸۸۵ څخه زیات محصلان او زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي. دې ادارې زیاته کړې چې په تېر کال کې ۹ روزنیز مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي او د نابینایانو او ناشنوایانو لپاره ۵ ځانګړي روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي. همدارنګه، له ۱۱ زرو څخه زیاتو کسانو له تخنیکي او حرفوي زده‌کړیزو پروګرامونو څخه ګټه اخیستې او له ۱۰ زرو څخه زیات فارغان د عملي تجربې د ترلاسه کولو په موخه ادارو ته معرفي شوي دي.


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم د زده‌کړو په برخه کې ویلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د دغه وزارت په روزنیزو مرکزونو کې ۲ زره او ۵۸۰ نوي زده‌کوونکي او محصلین جذب شوي او په دغو مرکزونو کې د زده‌کوونکو او محصلینو ټولیز شمېر ۷ زره او ۶۴۳ تنو ته رسېدلی دی. همدارنګه، له دغو مرکزونو څخه ۹۹۴ تنه فارغ شوي دي.


د علمي څېړنو په برخه کې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي، بشري، طبیعي او تخنیکي علومو په برخو کې د ۱۴ علمي ـ څېړنیزو پروژو د بشپړېدو، د ۱۶۴ علمي ـ څېړنیزو مقالو د خپرېدو، د ۱۰۰ علمي ـ څېړنیزو کنفرانسونو او ۶ علمي ـ څېړنیزو سیمینارونو د جوړېدو خبر ورکړی دی. همدارنګه، په دې اداره کې پر ۱۹۲ علمي ـ څېړنیزو پروژو کار جریان لري.


د دغو معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت د زده‌کړو پر پراختیا، د لوړو زده‌کړو پر پرمختګ، د علمي څېړنو پر پیاوړتیا، د بشري ځواک د ظرفیت پر لوړولو او د ښوونیزو او مسلکي فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز کړی او د پیاوړي ښوونیز نظام د جوړولو او د هېواد د علمي او تخصصي ودې لپاره د زمینې د برابرولو په موخه یې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.


حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې برنامه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د امارتي ادارو د مهمو لاسته‌راوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه رامنځته شوی دی.

شریک یی کړی