اقتصادي وده، د کورنیو تولیداتو پراختیا او د پانګونې پراختیا؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د اقتصاد او ځانبسیاینې اونۍ مهمې لاسته راوړنې
2026-08-02
اقتصادي وده، د کورنیو تولیداتو پراختیا او د پانګونې پراختیا؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د اقتصاد او ځانبسیاینې اونۍ مهمې لاسته راوړنې
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې او د اقتصاد او ځانبسیاینې اونۍ په چوکاټ کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د هېواد د اقتصادي سکتورونو مهمې لاسته راوړنې اعلان شوې. د معلوماتو له مخې، د کانونو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې، ترانسپورټ، معیار او کیفیت او بانکي نظام په برخو کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د پانګونې د جلب لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
د شمېرو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د افغانستان پنځه کلنه پراختیایي ستراتیژي د اقتصادي کمېسیون تر تصویب او د اسلامي امارت د رهبرۍ تر تأیید وروسته منظوره شوې ده. دغه ستراتیژي درې اساسي ارکان او پنځلس لومړیتوب لرونکي پروګرامونه لري چې پر ښې حکومتولۍ، د قانون پر حاکمیت، د امنیت او عامه نظم پر ټینګښت او اقتصادي او ټولنیزې پراختیا تمرکز کوي. همدارنګه، د ۱۴۰۵ هجري شمسي مالي کال پراختیایي بودیجه هم د همدې ستراتیژۍ د پروګرامونو پر بنسټ ترتیب شوې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د کانونو او پترولیم په برخه کې له ۱۰ میلیارده افغانیو څخه زیاته پانګونه شوې، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۴۵ نوو معدني سیمو نښې کشف او ثبت شوې او ۳۵۰ معدني پروژې داوطلبۍ ته سپارل شوې یا یې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی. همدارنګه، د معدني قراردادونو له لارې ۵۰ زره کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره شوې او په دې برخه کې د رامنځته شویو کاري فرصتونو شمېر ۲۰۰ زره دندو ته رسېدلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې له دې ډلې ۱ میلیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالر صادرات او ۱۲ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه ډالر واردات دي. همدارنګه، ۲۸۰۴ جریبه ځمکه ۵۷۶ فابریکو ته وېشل شوې، په ۱۶ بېلابېلو سکتورونو کې ۱۷۴ نوو صنعتي شرکتونو فعالیت پیل کړی او په پایله کې ۳۴ میلیونه ډالره صنعتي پانګونه شوې ده.
په همدې موده کې، د کورني صنعت د ملاتړ لپاره یو میلیون او ۷۴۶ زره او ۸۲۵ ټنه وارداتي خام مواد او ۱۳۲۹ صنعتي ماشینونه له ګمرکي معافیت څخه برخمن شوي دي.
د پانګونې په برخه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲ میلیارده او ۳۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵۰ تفاهملیکونو، سوداګریزو او پانګونې تړونونو د لاسلیک زمینه برابره کړې ده.
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لپاره په ۱۲ ولایتونو کې ۶۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه وېشل شوي، په ۱۰۰۱ جریبه ځمکه کې د څاڅکي اوبو لګولو سیستم لرونکي مېوهلرونکي باغونه جوړ شوي او له بزګرانو څخه ۲۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه خوراکي غنم پېرودل شوي دي. همدارنګه، په هېواد کې هر کال نږدې ۳.۹ میلیونه مټریک ټنه شیدې تولیدېږي چې د کورني اړتیا څخه زیاتې دي.
د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۸.۶ میلیونه نیالګي کېنول شوي، د پستې د ۱۴۴ هکټاره ویجاړو شویو ځنګلونو بیا رغونه شوې او د چهارمغزو ځنګلونه په ۱۸۵ هکټاره ځمکه کې پراخ شوي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې، د هېواد له هوايي ډګرونو څخه ۱۲ زره او ۸۳۲ الوتنې ترسره شوې او یو میلیون او ۵۷۰ زره او ۸۹۶ مسافر لېږدول شوي دي. همدارنګه، له ۴۶ میلیونه او ۵۹۲ زره ټنه څخه زیات سوداګریز توکي د ځمکني ترانسپورټ له لارې انتقال شوي دي. په همدې موده کې د ۶۰ پراختیایي پروژو چارې پیل او ۲۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د معیار او کیفیت په برخه کې، تر اوسه د اقتصادي، صنعتي او خدماتي برخو لپاره ۱۰۰۳ ملي معیارونه تصویب شوي او په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ۱۰۴ زرو څخه زیاتې د ساختماني موادو نمونې، ۵۲۵۶ د برېښنایي تجهیزاتو نمونې او سلګونه نورې نمونې ازمویل شوې دي. همدارنګه، په بېلابېلو برخو کې ۸ تخصصي لابراتوارونه فعال او سمبال شوي دي.
د بانکي نظام په برخه کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال په پرتله ۶.۰۱ سلنه لوړ شوی، په دوران کې د افغانۍ ټولیزه اندازه ۴۰۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلې او د بانکي تمویلاتو له لارې ۱۴۱ زره او ۸۸۹ کسانو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره شوې ده.
د دغو معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو پر پراختیا، د پانګونې پر ملاتړ، د صادراتو پر زیاتوالي، د کرنې او کانونو د سکتورونو پر پیاوړتیا او د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز کړی او د اقتصادي ځانبسیاینې او د هېواد د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د امارتي ادارو د مهمو لاسته راوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه پیل شوې ده.