GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا، د هېواد د امنیت ټینګښت او د دفاعي ظرفیتونو لوړول؛ د سیاست او امنیت اوونۍ مهمې لاسته راوړنې

د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا، د هېواد د امنیت ټینګښت او د دفاعي ظرفیتونو لوړول؛ د سیاست او امنیت اوونۍ مهمې لاسته راوړنې

2026-09-02

د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا، د هېواد د امنیت ټینګښت او د دفاعي ظرفیتونو لوړول؛ د سیاست او امنیت اوونۍ مهمې لاسته راوړنې

د وږي ۱۱مه، کال ۱۴۴۷ هجري شمسي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جوړې شوې خبري ناسته کې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې په چوکاټ او د سیاست او امنیت اوونۍ په لړ کې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د سیاسي او امنیتي بنسټونو مهمې لاسته راوړنې اعلان کړې.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو د پراختیا، د دفاعي او امنیتي ظرفیتونو د پیاوړتیا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې، پېښو ته د رسېدنې او د بندیانو د اصلاح او زده‌کړې په برخو کې د اړوندو ادارو له لوري مهم اقدامات ترسره شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د متوازن او اقتصادمحوره سیاست پر بنسټ پراخې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له کویټ سره د افغانستان ډیپلوماتیکې او قونسلي اړیکې په رسمي توګه پیل شوې او د روسیې فدراسیون د ۲۰۲۵ میلادي کال د جولای په درېیمه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژاند. همدارنګه، په کویټ، برلین او جرمني کې د افغانستان دری سیاسي او قونسلي استازولۍ فعالې شوې، د افغانستان او پاکستان ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوې او د قطر، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او پاکستان د سفیرانو لپاره هم موافقه شوې ده.

په همدې موده کې د افغانستان لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو ادارو مسئولینو ۹۳ رسمي بهرني سفرونه ترسره کړي او په «مسکو فارمت» کې د افغانستان رسمي غړیتوب هم منل شوی دی.

همدارنګه، په کابل کې د «افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرو اترو» کنفرانس د تاجکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د استازو په ګډون جوړ شوی دی.

په اقتصادي برخه کې هم د «افغان ټرانس» پروژې د امکان‌سنجونې د مطالعې هوکړه‌لیک د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په همدې کال کې هند ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۷۷۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او دغه هېواد د افغانستان لپاره په یو لوی صادراتي بازار بدل شوی دی. همدارنګه، د افغانستان او ایران د سوداګرۍ کچه له ۳.۳ میلیارد ډالرو اوښتې او د افغانستان او د اوزبیکستان د بېلابېلو ادارو ترمنځ  له یو میلیارد ډالرو څخه د زیاتو ارزښت لرونکي سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي خدمتونو په برخه کې هم د افغانستان اتباعو او بهرنیو اتباعو ته د پراخو خدمتونو له وړاندې کولو خبر ورکړی دی. په دې موده کې د ایران، اوزبیکستان، اذربایجان او متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغان بندیان خوشې او هېواد ته انتقال شوي دي.

همدارنګه، له هېواده بهر د افغان اتباعو د ورکېدو له ۲۶۷ قضیو څخه ۷۲ کسان بیا ځلې پیدا شوي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې بهرنیو اتباعو ته ۲۰۳ زره او ۶۹۳ ویزې او له هېواده بهر مېشتو افغان وګړو ته ۳۱۳ زره او ۷۹۶ پاسپورټونه صادر شوي دي.

همدارنګه، ۶۴ زره او ۵۴۱ روډپاسونه صادر شوي او د افغانستان په ۲۸ سیاسي او قونسلي استازولیو کې د پاسپورټونو د صادرولو بهیر فعال و.

د جرمي مسئولیت د نه لرلو سند د صادرولو لپاره د بایومټریک سیستم په رامنځته کولو سره، د دغه سند د صادرولو موده له ۱۵ ورځو څخه یوې تر دوو ورځو راکمه شوې او د ۴۲ زره او ۲۵۳ کسانو د غوښتنو په اړه اقدامات ترسره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په ټول هېواد کې امنیتي عملیات په خپلواکه توګه او له بیلابیلو امنیتي ادارو سره په ګډه ترسره شوي او د لویو لارو او ښارونو د امنیت د ټینګښت لپاره ثابتې پوستې، ګرځنده ګزمې او امنیتي پوستې او چک‌پاینټونه جوړ شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي ملي اردو ځواکونو د امنیتي عملیاتو پر مهال ۲ زره او ۸۵۸ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ زره او ۸۵۴ فیره مرمۍ، ۱۶۹ کړۍ ماینونه، ۷ قبضې لاسي بمونه، ۷ مخابرې او ۱۰ دوربینونه کشف او ضبط کړي دي.

همدارنګه، ۸۰۴ تنه قاچاقبران له خپلو اړوندو وسایطو سره یوځای نیول شوي دي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم له ۱۱ زره او ۲۵۸ کیلوګرامه څخه زیات تریاک، ۴ زره او ۱۸۲ کیلوګرامه چرس او ۵۸ کیلوګرامه شیشه کشف او ضبط شوې ده.

د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ۲۰ زره او ۷۵۱ تنه د اسلامي ملي اردو منسوبین روزنیزو او تحصیلي مرکزونو ته جذب شوي او ۱۹ زره او ۷۵۳ تنه له مسلکي او تخصصي زده‌کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ټول هېواد امنیت ټینګول، د جرمونو پر وړاندې مبارزه، د لویو لارو او عامه تأسیساتو ساتنه، د ترافیکو تنظیم او پېښو ته رسېدنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه وو.

د «ولسي شرطې» برنامې په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ۱ زره او ۵۴۳ ولسي ناستې ترسره شوې او د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۳۶ امارتي، خصوصي او نړیوالو پروژو امنیت تأمین کړی دی.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۴۶ زره او ۱۰۷ عملیات ترسره شوي، ۱۳ زره او ۳۲۶ شکمن کسان نیول شوي، ۲ زره او ۱۵۹ ټنه نشه‌یي توکي کشف او ضبط شوي او له ۲۱ زره او ۵۶۹ هکټاره څخه زیاته ځمکه د نشه‌یي توکو له کروندو څخه پاکه شوې ده.

همدارنګه، ۵۳۳ د نشه‌یي توکو، نشه‌يي ټابلیټونو او الکولي مشروباتو د تولید فابریکې له منځه وړل شوې او له ۳۳ زره څخه ډېر روږدي کسان راټول شوي دي چې له دې ډلې ۳۲ زره او ۸۷۶ تنه له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې هم شاوخوا ۹۵ زره د پولیسو منسوبین په ښوونیزو، تحصیلي او روزنیزو مرکزونو کې روزل شوي دي.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په ټول هېواد کې ۲ زره او ۵۹۶ د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو له امله اوښتي زیانونه له ۶۱۲ میلیونو افغانیو او ۲ میلیونو او ۵۷ زره امریکايي ډالرو څخه زیات اټکل شوي؛ خو د اطفائیې ځواکونو پر وخت حضور او د ژغورنې د عملیاتو په ترسره کولو سره یې  له ۷ میلیارد او ۲۴۵ میلیونو افغانیو او ۷ میلیونو او ۶۴۸ زره امریکايي ډالرو څخه د زیاتو احتمالي زیانونو مخه نیولې ده.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ۱۵ زره څخه زیات په مرکز او ولایتونو کې بندیان وو. همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې او تخفیف د فرمانونو پر بنسټ یو شمېر بندیان خوشې شوي او د ځینو نورو په بند کې تخفیف راغلی دی.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بندیانو د اصلاحي او تربیوي وضعیت د ښه والي په موخه، زرګونو تنو ته د دیني، عصري، سواد زده‌کړې او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په دې موده کې په مرکز او ولایتونو کې د زندانونو دننه په ۹۷ دیني مدرسو کې زرګونو بندیانو د دیني علومو زده‌کړه وکړه، چې له ډلې یې ۳ زره او ۶۳ تنه فارغ شول.

همدارنګه، ۲ زره او ۸۳۶ محجوزینو ته په ۲۱ ښوونځیو کې د عصري علومو د زده‌کړې زمینه برابره شوه. ۴ زره او ۹۹ بندیانو په ۱۴۲ سواد زده‌کړیزو ټولګیو کې زده‌کړه وکړه او ۳ زره او ۱۸ نورو بندیانو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

له دې ډلې څخه ۷۰۲ تنه د عصري علومو، ۱ زره او ۸۳۶ تنه د سواد زده‌کړې او ۱ زره او ۳۳۱ تنه د مسلکي زده‌کړو له پروګرامونو څخه فارغ شوي دي.

سربېره پر دې، د ښځینه او نارینه بندیانو له ډلې ۱۶ زره او ۷۵۰ تنه په فوټسال، والیبال او منډې وهلو برخو کې په ورزشي فعالیتونو بوخت وو.

په ټوله کې، د سیاست او امنیت اوونۍ په ترڅ کې وړاندې شوې لاسته راوړنې ښيي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو د پراختیا ترڅنګ، د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پر پیاوړتیا، د جرمونو او نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه، د پروژو او لویو لارو د امنیت تأمین، د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او همدارنګه د بندیانو پر اصلاح او بیا روزنه تمرکز شوی دی.

 

شریک یی کړی