د زیانمنو قشرونو ملاتړ، راستنېدونکو ته رسېدنه او د ټولنیزو خدمتونو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بېوزلو د لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو د اوونۍ مهمې لاسته راوړنې
2026-09-06
د زیانمنو قشرونو ملاتړ، راستنېدونکو ته رسېدنه او د ټولنیزو خدمتونو پراختیا؛ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بېوزلو د لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو د اوونۍ مهمې لاسته راوړنې
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په چوکاټ کې او د بېوزلو د لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو د اوونۍ په مناسبت، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د حمایوي او ټولنیزو برخو مهمې لاسته راوړنې اعلان کړې.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په میلیونونو یتیمان، کونډې، معلولین، راستنېدونکي، د پېښو زیانمن شوي او اړمنې کورنۍ له مرستو او حمایوي خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
د دغو معلوماتو پر بنسټ، د شهیدانو او معلولینو وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په ټول هېواد کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت کړي، چې له دې ډلې ۴۰۳ زره او ۳۰۲ تنه یتیمان، ۱۰۱ زره او ۶۵۲ تنه کونډې او ۱۷۵ زره او ۶۲۹ تنه معلولین دي.
همداراز، د بانکي سیستم له لارې ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ۶۵۰ زره مستحقو کسانو ته وېشل شوې او د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي مرستې شاوخوا ۱۰۰ زره اړمنو کورنیو ته وړاندې شوې دي. د دغو قشرونو د لا ملاتړ لپاره د ۱۴۰۵ مالي کال په بودجه کې ۱۱ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د ماشومانو او اړمنو کورنیو ملاتړ
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې له ۱۰ زره او ۹۳۰ یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره مرسته کړې، چې له دې ډلې ۵ زره او ۵۴۸ ماشومان په دولتي روزنتونونو کې تر پاملرنې لاندې دي.
همداراز، د ۱۳ زره او ۷۷۴ له ګواښ سره مخ ماشومانو قضیې څېړل شوې او ۷ زره او ۲۶۰ ماشومان، چې په کې د قاچاق قربانیان، له ګواښ سره مخ ماشومان او د اصلاحي مرکزونو تر پاملرنې لاندې ماشومان شامل دي، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای او په ټولنه کې مدغم شوي دي.
دغه وزارت همداراز ۱۴ زره او ۳۱۱ ماشومان په وړکتونونو کې تر روزنې او پالنې لاندې نیولي دي. د همکارو مؤسسو په همکارۍ، له ۳۵۱ زرو څخه زیاتو بېوزلو کورنیو سره خوراکي توکي، له ۲۳۷ زرو څخه زیاتو کسانو سره نغدي مرستې او شاوخوا ۵۲ زره اړمنو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وېشل شوې دي.
د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ۴۱۹ زره او ۷۵ کورنۍ، چې ټولټال یو میلیون او ۹۹۷ زره او ۴۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له پیله تر اوسه، په ټولیز ډول ۶۶۰ زره او ۵۸۱ کورنۍ، چې ۴ میلیونه او ۴۸۱ زره او ۷۰۴ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
د اقتصاد وزارت د راستنېدونکو د ملاتړ په موخه، له کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه د ایستل شویو کډوالو لپاره د ۲۱ میلیونه او ۹۹۵ زره امریکايي ډالرو او له ۴۸ میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې راټولې کړې دي.
همداراز، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو لپاره د ۲۳ میلیونه او ۲۹۷ زره امریکايي ډالرو او له ۹۳ میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې راټولې شوې دي.
د راستنېدونکو د ملاتړ په برخه کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ژمي په موسم کې ۵۰ زره راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې او غنم وېشلي دي.
ټولنیز خدمتونه
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان له ټولنې څخه راټول کړي او د درملنې او پاملرنې لپاره یې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې هم په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو شویو له ۶۷۲ زرو څخه زیاتو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلې دي.
همداراز، ۳۹۸ زره او ۴۵۴ کورنیو ته د یو میلیارد، ۹۹۰ میلیونه او ۵۸۲ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
د زیانمنو شویو کسانو د بیا مېشتولو لپاره ۴ زره او ۳۵۳ استوګنیز کورونه جوړ او بیا رغول شوي، چې له دې ډلې ۲ زره او ۱۳۸ نوي کورونه جوړ شوي او ۲ زره او ۲۱۵ کورونه ترمیم شوي دي.
د وقایوي پروژو په برخه کې هم ۲۷۸ حفاظتي او زیربنایي پروژې پلې شوې دي، چې ۸۴ زره او ۹۳۳ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ماینپاکۍ په برخه کې
د ماینپاکۍ په برخه کې له ۱۰۸ کیلومتره مربع څخه زیاته ماین لرونکې سیمه له ماینونو پاکه شوې او ۲ میلیونه، ۳۵۷ زره او ۵۹۳ کسانو ته د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي.
همداراز، د راستنېدونکو لپاره د عمري، انځرګي، میلک او اسلامقلعه په کمپونو کې ۶۳۰ معیاري خېمې جوړې شوې دي، چې په ټولیز ډول له ۱۰۸ زرو څخه زیاتو راستنېدونکو په کې په موقتي توګه استوګن شوي دي.
د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستې
افغان سرې میاشتې ټولنې هم د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ په برخه کې ۳۸۲ زره او ۵۶۱ کسانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وړاندې کړې دي.
له دې ډلې، شاوخوا ۹۰ زره کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې، شاوخوا ۷۰ زره کورنیو ته له یو میلیارد او ۲۳۵ میلیونو افغانیو څخه زیاتې نغدي مرستې وېشل شوې او له ۱۷۹ زرو څخه زیاتو راستنېدونکو له روغتیايي خدمتونو څخه ګټه اخیستې ده.
د کورنیو بېځایه شویو کسانو د ملاتړ په برخه کې له ۳۸ زره او ۹۰۱ کورنیو سره مرستې شوې دي.
د زلزلهځپلو په برخه کې بیا د بلخ، سمنګان او کونړ ولایتونو له ۱۸۰ زرو څخه زیاتو کورنیو څخه په نغدي او غیرنغدي مرستو ملاتړ شوی دی.
د دغو لاسته راوړنو پر بنسټ، اسلامي امارت د زیانمنو قشرونو پر ملاتړ، راستنېدونکو ته پر رسېدنې، د پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره پر مرستې او د ټولنیزو خدمتونو پر پراختیا تمرکز کړی او د حمایوي نظام د پیاوړتیا او د اړمنو کسانو او کورنیو د ستونزو د کمولو په موخه یې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د دولتي ادارو د مهمو لاسته راوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه پیل شوی دی.