د زیربناوو او عامه خدمتونو پراختیا، او د سلګونو پروژو پلي کېدل؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د پراختیا او بیارغونې د اوونۍ مهمې لاستهراوړنې
2026-09-07
د زیربناوو او عامه خدمتونو پراختیا، او د سلګونو پروژو پلي کېدل؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د پراختیا او بیارغونې د اوونۍ مهمې لاستهراوړنې
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د جوړې شوې خبري ناستې پر مهال، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په چوکاټ کې او د پراختیا او بیارغونې اوونۍ په مناسبت، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې د هېواد د زیربنايي او پراختیايي برخو مهمې لاسته راوړنې اعلان کړې.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د سړک جوړونې، اوبو او انرژۍ، کلیو پراختیا، ښار جوړونې او ښاري خدمتونو په برخو کې سلګونه پروژې پلې شوې او د هېوادوالو لپاره د لا ښو خدمتونو او کاري فرصتونو زمینه برابره شوې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، د ټولګټو وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سړکونو، پلونو، رېل پټلۍ، جوماتونو او د حفظ او مراقبت په برخو کې ۲۶۲ زیربنايي او پراختیايي پروژې په کاري پلان کې شاملې وې چې له ډلې یې ۹۱ پروژې بشپړې شوې او د ۱۷۱ نورو پروژو رغنیزې چارې د پلي کېدو په حال کې دي.
همدارنګه، په دې موده کې ۳۹۳ کیلومتره سړکونه قیر شوي، د ۹۳۲ کیلومتره سړکونو د امکانسنجۍ مطالعات، د ۷۷۷ کیلومتره سړکونو سروې او د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو ډیزاین بشپړ شوی دی.
د رېل پټلۍ په برخه کې، د خواف–هرات رېل پټلۍ د دویم فاز، چې ۴۷.۳ کیلومتره اوږدوالی او څه باندې ۵۴ میلیونه ډالره ارزښت لري، او د آقینې–اندخوی رېل پټلۍ د دویم فاز، چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او څه باندې ۱۲ میلیونه ډالره ارزښت لري، چارې پیل شوې دي.
همدارنګه، د هېواد د رېل پټلۍ له بندرونو او مسیرونو څخه د څه باندې ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ټنه رېلي انتقالات ترسره شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښاري خدمتونو په برخه کې، کابل ښاروالۍ تېر کال ۱۲۱ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه قیر، کانکریټ په ډبرو فرش ،پراخ او جوړ کړي دي. همدارنګه، ۹۴ زره او ۵۵۰ متره مربع سړکونه ترمیم شوي دي.
په کابل ښار کې ۷ زره او ۴۷۲ متره کانالونه هم جوړ او ترمیم شوي او د پل خشتي ځمکې لاندې مارکېټ، چې ۳۶۰ هټۍ لري، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو په برخه کې په کابل او زابل کې دوه لوی بندونه او په فراه کې د اوبو د انحرافي تونل یوه پروژه، د څه باندې ۴ میلیارد او ۳۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه کړې ده.
همدارنګه، ۴۵ د چکډمونو پروژې، چې لګښت یې له ۱۸۶ میلیونو افغانیو څخه زیات دی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي لپاره د سیندونو د استنادي دیوالونو په برخه کې ۱۶ پروژې بشپړې شوې دي.
د انرژۍ په برخه کې، له کورنیو سرچینو څخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه هوکړهلیک لاسلیک شوی او د هغې لومړني کارونه پیل شوي دي.
همدارنګه، د جوزجان د قوشتپې او درزاب ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، د ۱ میلیارد او ۸۸۶ میلیونو افغانیو په ارزښت؛ د فاریاب د پښتونکوټ، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، د ۱ میلیارد او ۱۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت؛ او د سرپل د ګوسفندي، سوزمهقلعه او سنګچارک ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، د ۸۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، پرانیستل شوې دي.
د کلیو د پراختیا په برخه کې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۲۹۰ شبکې بشپړې کړې دي چې له دې لارې څه باندې ۵۹۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
همدارنګه، ټولټال ۳۳۰ زیربنايي پروژې، چې ارزښت یې له ۲ میلیارد او ۸۹۱ میلیونو افغانیو څخه زیات دی، پلې شوې دي. په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، د اوبو لګولو کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د ښار جوړونې او مسکن په برخه کې، ۹۴ ښاري پلانونه، چې ماسترپلانونه، ستراتیژیک پلانونه، تفصیلي پلانونه او د کډوالو ښارګوټي پکې شامل دي، ترتیب او منظور شوي دي.
همدارنګه، راستنېدونکو هېوادوالو ته په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۷ زره او ۸۹ د استوګنې نمرې وېشل شوې او د ۱۰ استوګنیزو پروژو د پلي کېدو بهیر دوام لري.
په دې موده کې د جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو، محکمو، پوهنتونونو او سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو لپاره له ۱۰۰ څخه زیاتې ودانیزې نقشې طرحه او تأیید شوې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم فرضي کرښې ته څېرمه په اوو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۳ سرحدي پروژې منظورې کړې دي چې له ډلې یې ۴۴ پروژې بشپړې شوې دي.
د امارتي شرکتونو په برخه کې، د افغانستان برېښنا شرکت ۷۰ زره او ۶۵۳ مشترکینو ته د برېښنا رسونې خدمتونه وړاندې کړي، ۱۰ زیربنايي پروژې یې بشپړې کړې او د ۴۰ نورو پروژو چارې یې پیل کړې دي.
همدارنګه، د ملي پراختیا شرکت د قوشتپې کانال د لومړي فاز د کیندنې چارې، چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، او یو شمېر نورې زیربنايي پروژې بشپړې کړې دي.
د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت هم ۳۶ زیربنايي او پراختیايي پروژې بشپړې کړې او د ۲۶ نورو پروژو چارې یې دوام لري.
د کابل د مرکزي سیلو د اوړو ژرنده هم له شاوخوا ۳۵ کلونو ځنډ وروسته بېرته فعاله شوې او د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په پانګونې سره اوس په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.
د دغو معلوماتو له مخې، په بېلابېلو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو له لارې د هېواد په کچه د زرګونو کسانو لپاره د مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو زمینه برابره شوې او د زیربناوو د پراختیا، د عامه خدمتونو د ښه والي او د هېواد د بیارغونې لپاره هڅې دوام لري.
حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د امارتي ادارو د مهمو لاستهراوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه پیل شوی دی.