GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د روغتیایي خدمتونو او سپورت پراختیا،او د چاپېریال ساتنه؛ د روغتیا او ورزش اوونۍ مهمې لاسته راوړنې دي

د روغتیایي خدمتونو او سپورت پراختیا،او د چاپېریال ساتنه؛ د روغتیا او ورزش اوونۍ مهمې لاسته راوړنې دي

2026-09-09

د روغتیایي خدمتونو او سپورت پراختیا،او د چاپېریال ساتنه؛ د روغتیا او ورزش اوونۍ مهمې لاسته راوړنې دي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جوړ شوي خبري کنفرانس کې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په چوکاټ کې او د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت، د عامې روغتیا وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مهمې لاسته‌راوړنې اعلان کړې.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا، چاپېریال ساتنې او ورزش په برخو کې د زیربناوو د پراختیا، د خدمتونو د وړاندې کولو، د ظرفیت لوړولو، د فعالیتونو د تنظیم او د عامه پوهاوي د زیاتوالي په برخو کې پراخ اقدامات ترسره شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د عامې روغتیا وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیايي نظام د معیاري کولو او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه، د روغتیا ستراتیژي، پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د روغتیايي خدمتونو نوې بسته ترتیب کړې او ۳۳۲ لارښودونه، کلینیکي پروتوکولونه، تقنیني سندونه او معیاري عملیاتي کړنلارې یې تدوین کړې دي.

د روغتیايي زیربناوو د پراختیا په برخه کې، ۶۰ ودانیزې پروژې، چې د ۲۴ ولسوالیو روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه، یوه بېړنۍ خدماتي څانګه، د زړه د جراحۍ یوه څانګه، د جدي پاملرنې څلور څانګې، د هیمودیالیز څلور څانګې او د ماشومانو د درملنې یوه ځانګړې څانګه پکې شامله ده، بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. همدارنګه، په ټول هېواد کې د ۱۰۳ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.

په کابل کې د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون هم فعالیت پیل کړی او د بلخ، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو حوزوي روغتونونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې اړوندې څانګې فعالې شوې دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د دغه کال په ترڅ کې د هېوادوالو لپاره ۹۲.۷ میلیونه سرپايي روغتیايي خدمتونه، له ۲.۱ میلیونو څخه زیات بستر خدمتونه، ۲۲۸ زره لوی عملیات، ۳۸۴ زره واړه عملیات، ۷۵ زره هیمودیالیز او فیستولا خدمتونه، له اته زرو څخه زیات د جدي پاملرنې خدمتونه او شاوخوا ۲۹۰ زره امبولانس خدمتونه وړاندې شوي دي.

همدارنګه، په روغتیايي مرکزونو کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه ولادتونه ترسره شوي او له ۹۹ زرو څخه زیات په سرطان اخته ناروغان او له ۵۰ زرو څخه زیات په نري رنځ (توبرکلوز) اخته ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم زرګونه د ملاریا، لیشمانیا او ډینګي تبې ناروغان تشخیص او درملنه یې شوې ده. له پنځه کلونو کم عمره له ۲.۱ میلیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په پروګرامونو کې شامل شوي او شاوخوا دوه میلیونه میندو او ماشومانو ته غني شوي خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په برخه کې له ۱۰۹ زرو څخه زیاتې نمونې ارزولي او له ۵۸ زرو څخه زیات د وارداتو جوازونه یې صادر کړي دي. همدارنګه، له پنځه زرو ډولونو څخه زیات درمل ارزول شوي او د زرګونو روغتیايي او خوراکي مرکزونو، شرکتونو او تأسیساتو څارنه شوې ده.

د دغو څارنو په پایله کې، یو زر او ۲۹۵ ټنه غیرقانوني، تاریخ‌تېر او غیرمعیاري درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي. په همدې موده کې له کورنیو او نړیوالو ادارو او مؤسسو سره ۳۵۰ د همکارۍ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د یو زر او ۷۷۱ پراختیايي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او پروژو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوې او د یو زر او ۶۱۹ فعالیتونو لپاره یې چاپېریالي جوازونه صادر کړي دي.

همدارنګه، په مرکز او ولایتونو کې له ۲۵ زرو څخه زیات ککړوونکي فعالیتونه تر څارنې او ارزونې لاندې نیول شوي او د چاپېریالي معیارونو له مخې د فعالیتونو د اصلاح او معیاري کولو په موخه ۷ زره او ۱۵۸ سپارښتنې صادرې شوې دي.

په همدې موده کې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۶ میلیونه مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شوي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره په پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو کې ۵۶۸ ښوونیز پروګرامونه جوړ شوي دي.

د چاپېریال د ککړتیا د کنټرول او کمولو قانون د مسودې نهایي کول، د چاپېریال د دوامدارې پراختیا د پالیسۍ د مسودې ترتیب، د اقلیمي بدلون د ستراتیژۍ نهایي کول او په ۱۴ تقنیني او د پالیسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلونونو شاملول، د دغې ادارې له نورو مهمو اقداماتو څخه دي.

کابل ښاروالۍ هم د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلوګرامه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او بې‌کیفیته د مینځلو مواد راټول کړي او ۱۸۵ زره او ۹۲۲ کیلوګرامه تاریخ‌تېر خوراکي توکي یې له منځه وړي دي.

همدارنګه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې نږدې ۳۰ زره بېلابېل صنفي فعالیتونه د روغتیا او چاپېریالي روغتیا له پلوه ارزول شوي او له ۹۷ زرو څخه زیاتو صنفي کارګرانو ته روغتیايي او چاپېریالي زده‌کړې ورکړل شوې دي. د چاپېریالي موضوعاتو د نه مراعاتولو له امله د ۵ زره او ۵۶۲ صنفي فعالیتونو د فعالیت مخه هم نیول شوې ده.

د سپورت په برخه کې، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په منځني ډول هره میاشت په مرکز او ولایتونو کې ۴۴۰ انتخابي، مناسباتي او هڅوونکې سیالۍ ترسره کړې دي. همدارنګه، پنځه ستر لیګونه او د څلورو ورزشي فدراسیونونو کورنۍ انتخابي سیالۍ هم ترسره شوې دي.

افغانستان د بېدمنتون او عنعنوي غېږنیونې په برخو کې د نړیوالو سیالیو کوربه هم و او د ازبکستان، سوریې، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ترکیې ورزشکارانو په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

په همدې کال کې ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او په ټولیز ډول یې ۶۲ مډالونه، چې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه دي، ترلاسه کړي دي.

د دغو ټولو اقداماتو مجموعه په ډاګه کوي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیايي او درملیزو خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د ناروغیو د مخنیوي، د چاپېریال ساتنې، د عامه پوهاوي د لوړولو او د سپورت د ودې موضوعاتو ته هم د ټولنیزو خدمتونو د مهمو برخو په توګه د اړوندو ادارو په کاري لومړیتوبونو کې پاملرنه شوې ده.

 

شریک یی کړی