GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

2026-06-10

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه
 
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه.
 
 دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې د ټولو اړخونو له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
 
د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په پانګونې سره درې پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې ۵۴ دوکانونه به ولري.
 
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ته څېرمه د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحه هم بحث وشو.
 
له بحث وروسته یاده طرحه اړوندو ادارو ته راجع شوه، څو یې تخنیکي او مالي ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

شریک یی کړی