GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پایلې اعلان شوې؛ ۷۴ زره او ۵۰۰ داوطلبان لوړو زده کړو ته بریالي شول

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پایلې اعلان شوې؛ ۷۴ زره او ۵۰۰ داوطلبان لوړو زده کړو ته بریالي شول

2026-07-06

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پایلې اعلان شوې؛ ۷۴ زره او ۵۰۰ داوطلبان لوړو زده کړو ته بریالي شول

دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۵مه

په هغې خبري ناستې کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، د دیني مدرسو، شپې پوهنځیو، څوارلسمو ټولګیو، خارج‌مرز او د اقوامو او قبایلو د فارغانو د ازموینو پایلې اعلان کړې.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینه په بریالیتوب سره په څلورو پړاوونو کې ترسره شوه، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و. د لوړو زده کړو وزارت د جذب د پلان له مخې، له دغو ګډونوالو څخه به ۷۴ زره او ۵۰۰ تنه د هېواد امارتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د زده کړو لپاره ور وپېژندل شي.
د ازموینو عمومي ادارې زیاته کړه چې د کانکور ازموینه په داسې ډول تنظیم شوې وه، څو د هېواد ټولو مستحقو داوطلبانو ته د ګډون فرصت برابر شي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې د ۱۵ ولایتونو، په دویم پړاو کې د ۱۸ ولایتونو، په درېیم پړاو کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو او په څلورم پړاو کې د مخکنیو پړاوونو غیرحاضرو داوطلبانو، خارج‌مرز فارغانو، د اقوامو او قبایلو فارغانو، د کابل ولایت د دیني مدرسو فارغانو او د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینې واخیستل شوې.
د ادارې په وینا، د کانکور ټول څلور پړاوونه له هر ډول ستونزې پرته، په بشپړ نظم، شفافیت او اغېزناک مدیریت سره ترسره شول، چې له امله یې د ازموینې بهیر منظم، باوري او د ټولو ګډونوالو د اعتماد وړ و.
د ازموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور د هېواد له مهمو ملي ازموینو څخه و، چې د شفافیت، عادلانه ارزونې او اغېزناک مدیریت پر بنسټ په بریالیتوب ترسره شو. د دې ازموینې له پایلو سره به لسګونه زره ځوانان د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو ته د زده کړو لپاره لار ومومي.
د غونډې په لړ کې د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولینو هم خبرې وکړې. هغوی د دې بهیر د ښه مدیریت په موخه د ازموینو له عمومي ادارې څخه د ترسره شویو هڅو مننه وکړه او هغو ګډونوالو ته یې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې بریالي شوي وو، مبارکي وویله. همدارنګه، هغوی له بریالیو زده‌کوونکو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د هېواد او خلکو د خدمت لپاره په غوره او اغېزناکه توګه ګټه واخلي.

شریک یی کړی