GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ازموینو عمومي ادارې: د ۱۴۰۵ کال کانکور پایلې اعلان شوې؛ څه باندې ۴۹ زره تنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شول

د ازموینو عمومي ادارې: د ۱۴۰۵ کال کانکور پایلې اعلان شوې؛ څه باندې ۴۹ زره تنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شول

2026-07-12

د ازموینو عمومي ادارې: د ۱۴۰۵ کال کانکور پایلې اعلان شوې؛ څه باندې ۴۹ زره تنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شول

 

د چنګاښ ۲۱مه، کال ۱۴۰۵

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړو شوو مراسمو کې، د ۱۴۰۵ کال کانکور هغو لسو ممتازو او بریالیو داوطلبانو ته ډالۍ ورکړل شوې، چې په دې ازموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.

په یادو مرامسو کې، مسئولینو د دغو ممتازو زده‌کوونکو بریاوې د هېواد د علمي پانګې د پیاوړتیا او د ځوان نسل د روښانه راتلونکي مهمه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د استعدادونو هڅونه او ستاینه د علم، نوښت او پرمختګ لپاره اغېزناک ګام دی.

د ازموینو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د هېواد په کچه په منظم، پراخ او څلور پړاویز بهیر کې ترسره شوه، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور د پایلو پر بنسټ ۴۸ زره او ۸۵ تنه لوړو زده کړو او یو زر او ۷۸۹ تنه نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.

د ازموینو عمومي ادارې زیاته کړه، په سږني کانکور کې د هېواد د بېلابېلو قشرونو د ګډون زمینه هم برابره شوې وه؛ نږدې ۲۰۰ خارج‌مرز او نږدې ۷۰ د اقوامو او قبایلو داوطلبانو په ازموینه کې ګډون کړی، چې د زده‌کړو د فرصتونو د پراخوالي څرګندونه کوي.

د یادې ادارې په وینا، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو ژبو؛ پښتو، دري، عربي او انګلیسي واخیستل شوه. د انګلیسي ژبې په برخه کې ۸۲ داوطلبانو ازموینه ورکړه، چې د ازموینو د معیاري کولو او د ګډونوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ادارې د هڅو څرګندونه کوي.

شریک یی کړی