GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

2026-07-26

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې د لومړني جوړ شوي نندارتون پرانیسته وکړه.


د ریاست‌الوزرءا اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې  په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د هېواد په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول نورستان ولایت کې زیانمنو شویو هېوادوالو ته تسلیت ووایه، شهیدانو ته یې جنت‌الفردوس او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه. 


محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې په اوسني عصر کې د ټیکنالوژۍ پرمختګ او د اړیکو د ټینګولو وسایل د هېوادونو د مهمو لومړیتوبونو په سر کې قرار لري او دې پرمختګ د نړۍ د سیالۍ ډګر ګرم ساتلی دی. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د عصر د غوښتنې مطابق د ټیکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې پرمختګ کول زموږ ستر مسوولیت دی او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې په تدریجي توګه له خپلو موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې ځان په دې برخه کې له سیمې او نړۍ سره سیال کړي.


محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې برخه کې د سیمې د اتصالي نقطې په توګه د هېواد جغرافیوي موقیعت مهم وباله او ویې ویل، «افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې وصل کړي.» محترم ملا صاحب وویل، د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره افغانستان د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه کړي، ډېرې محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې، په ډیجیټلي حکومتولۍ کې مهم پرمختګونه شوي، چې ښه بېلګه یې څه موده وړاندې د امارتي ادارو لپاره د رسمي اسنادو جوړ شوي سیستم تطبیق دی.


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټیکنالوژۍ د فرهنګ د ترویج او بهبود په برخه کې د دې نندارتون جوړېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د ټیکنالوژۍ په پرمختګ سره په کارونو کې شفافیت، د عوایدو سم مدیریت، د وخت سپما، د پروسو اسانتیا او په چارو کې د خطا کمول تضمینوي.


محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، له نړۍ سره د سیالۍ او مساوي پرمختګ لپاره اړینه ده چې د ژوند په هره برخه کې د پرمختللي ټیکنالوژۍ له صنعت څخه استفاده وکړو او زیاته یې کړه «دا مسوولیت هم شرعا او هم اخلاقا موږ او تاسې ته راجع دی چې ځانونه له نړۍ سره سیالان کړو.»


د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغه نندارتون د افغان ځوانانو د استعدادونو د ودې، د دوی له نوښتونو څخه د ملاتړ او د تخنیکي پروګرامونو له لارې د هېواد د مبتکر نسل لپاره اړین وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د داسې نندارتونونو په اساس به د اسلامي امارت، خصوصي سکتور، علمي بنسټونو او نوښتګرو ځوانانو ترمنځ همکاري زیاته او ګران هېواد به د ټیکنالوژۍ او ډیجیتلي پرمختګ په ډګر کې نور هم مخکې ولاړ شي.


په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې د بې‌کارۍ ستونزو دحل په برخه کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي، چې په هېواد کې دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. محترم ملا صاحب وویل، په همدې موخه اسلامي امارت په مختلفو سکټورونو کې لویې پراختیايي پروژې پيل کړې دي، سوداګرۍ وده کړې او د خصوصي سکټور د فعالیتونو د اسانتیا لپاره مالیاتي تخفیفونه ورکړل شوي، چې ډېرو هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې، خو په خبره یې، د بې‌کارۍ کچې کمولو په موخه لا نورو هڅو ته اړتیا ده.

 

شریک یی کړی