GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال حاجیانو ته د پاتې پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پېلوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال حاجیانو ته د پاتې پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پېلوي

2026-07-29

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال حاجیانو ته د پاتې پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پېلوي

 

په هغه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۴۷ هـجري قمري کال د حج د لګښتونو له دقیقې مالي محاسبې وروسته، د افغان حاجیانو پاتې پیسې بېرته ورکوي او د دغو پیسو د ورکړې لړۍ به د راتلونکي شنبې ورځې، د صفر المظفر د ۱۷مې نېټې څخه پیل شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان له لوري د ورکړل شوې سهمیې پر بنسټ، سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې د ادا کولو لپاره حرمینو شریفینو ته ولېږدول شول او د حج ټول مراسم یې په بریالیتوب ترسره کړل، چې وروسته ټول حاجیان په خیر او سلامت هېواد ته راستانه شول.

د وزارت د څرګندونو له مخې، د حج د لګښتونو لپاره له ټولو حاجیانو څخه په ټولیز ډول ۷،۸۱۸،۳۰۷،۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې، چې د هر حاجي ټاکل شوی لګښت ۲۶۶،۴۰۰ افغانۍ و.

د مالي حسابونو له بشپړې ارزونې وروسته څرګنده شوې چې د حج د چارو پر ترسره کولو ټولټال ۷،۷۲۳،۷۴۱،۵۸۳.۶۰ افغانۍ مصرف شوې دي، چې د هر حاجي واقعي لګښت ۲۶۳،۱۷۷.۷۸ افغانۍ کېږي.

د یادې محاسبې له مخې، ټولټال ۹۴،۵۶۵،۶۱۶.۴۰ افغانۍ پاتې شوې دي. وزارت وايي چې هر حاجي ته به ۳،۲۲۳ افغانۍ ورکړل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی چې د دغو پیسو د ترلاسه کولو لپاره کوم ټاکلی وخت نه دی محدود شوی او د حاجیانو پاتې پیسې به د هغوی د حق په توګه د افغانستان بانک په بېلابېلو څانګو کې امانت پاتې وي، ترڅو هر وخت چې مراجعه وکړي، خپلې پیسې ترلاسه کړي.

وزارت له ټولو اړوندو حاجیانو غوښتي چې د خپلو پاتې پیسو د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ او تذکرې له اصلي او رنګه کاپي سره په کابل کې د حج، عمرې او زیارتونو لوی ریاست (مجتمع الحجاج) او یا هم په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي.

 

شریک یی کړی