د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس، هېواد ته د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو واردات منعَ اعلان شول

2025-06-04
د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست د سرپرست، محترم مولوي شمسالدین شریعتي په مشرۍ پلاوي د چهارشنبې په ورځ (۱۴ جوزا ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، هېواد ته د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اړه معلومات وړاندې کړل.
د مالیې، کانونو او پترولیم، صنعت او سوداګرۍ او کورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، د چاپېریال ساتنې او سټنډرډ ملي ادارو، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې معاونیت او د نفت او ګازو امارتي شرکت استازي د یاد پلاوي په ترکیب کې شامل دي.
محترم مولوي شمسالدین شریعتي په دې خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت کابینې په ۱۱/۴/۱۴۴۶ نېټه، د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارله څو هېواد ته د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو د وارداتو په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي، یو جامع راپور او طرحه چمتو او د موجوده وضعیت د ښه والي په موخه، مؤثرې حللارې کابینې ته وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، دغه پلاوي له هر اړخیزو څېړنو وروسته، یو جامع راپور او طرحه وړاندې کړه، چې د کابینې له خوا تصویب او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷/۱۰/۱۴۴۶ نېټې د ۷۹۳/۵۶۷۱ ګڼې حکم سره سم منظور شوه.
د دې حکم پر بنسټ، هېواد ته د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو واردات منع اعلان شول او اړوندو ادارو ته د یاد حکم د ښه تطبیق لارښوونه وشوه.
د اسلامي امارت کابینې د موظف پلاوي د وړاندیزونو پر بنسټ، د تېلو او نفتي توکو د وارداتو په برخه کې مهم پرېکړې کړي دي، چې د A-80 تېلو د وارداتو مخنیوی، د شیخ ابونصر فراهی بندر له لارې د وارداتو بندېدل، د تېلو او نفتي توکو د لابراتوار نه لرونکو سرحدي سیمو له لارې د وارداتو مخنیوی، د غیر ضروري خامو موادو د وارداتو بندول، د جوازونو د ورکړې تعلیق، په ځینو سټنډرډونو بیاکتنه او د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو پر واردونکو شرکتونو د سختو مؤیداتو لګول په دې پرېکړو کې شامل دي.
مسئولینو وویل، له دې وروسته یوازې هغه کسان او شرکتونه تېل او نفتي توکي واردولی شي چې رسمي جوازونه ولري.
مسئولین زیاتوي، د اسلامي امارت د مشرتابه حکم د ښه تطبیق په موخه، په پام کې ده چې د هېواد په بندرونو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب آمریتونه او د نفتي توکو د ازموینې معیاري لابراتوارونه جوړ او مجهز کړل شي.
دغه راز، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال، محترم ډاکټر ملا زینالعابدین عابد هم د بې کیفیته تېلو او نفتي توکو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او له واردوونکو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه، د خصوصي سکتور مسئولینو هم د حکومت له دغه اقدام څخه د ملاتړ تر څنګ، له سوداګرو غوښتنه وکړه چې د باکیفیته تېلو واردولو ته جدي پاملرنه وکړي او د بېکیفیته تېلو او نفتي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.