GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

2025-12-23

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په دوهمه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.
پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي. په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې  زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

شریک یی کړی