GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

2026-01-21

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

غونډې ته په هغو سکټورونو کې چې پانګونه پکې نه وي شوې، نویو پانګوالو او صنعت‌کارانو ته د مالیاتي معافیت موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه جوړ شوی سند د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره تکمیل او په لنډ وخت کې خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په هېواد کې د اوبو رسونې شبکو د حفظ او مراقبت او د څښاک پاکو اوبو د ژورو غیرفعالو څاګانو د بېرته فعالولو پر طرحه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم له بحث وروسته د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د موجودې ځمکې پرځای د طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته بدیله ځمکه په نښه او خپل راپور دې کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.

شریک یی کړی