له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه
2026-11-04
له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن (سه شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۲مه نیټه، له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې راپور وړاندې شو. راپور کې ویل شوي چې د دې کمیسیون لپاره د کارونو د پرمخ وړلو طرحه چمتو شوې او د نهايي کېدو په موخه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته استول شوې ده.
دغه راز، په تاتارستان کې د کازان د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتو شوی سند نهايي شوی او په نږدې راتلونکي کې به له روسیې فدراسیون سره لاسلیک شي.
په غونډه کې له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې د پرېکړو پر عملي کېدو او د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، روغتیا او درملو، سوداګریزو ویزو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او ځینو نورو سکټورونو کې د پانګونې له پاره د شته فرصتونو او لومړیتوبو په اړه بحث وشو او فرصتونه او لومړیتوبونه په ګوته شول.