د امارتي ویندویانو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
2026-11-03
د امارتي ویندویانو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د رسنیزو بنسټونو په همکارۍ، د امارتي ادارو د ویندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په هدف جوړ شوی روزنیز ورکشاپ، چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه پیل شوی وو، نن د سه شنبې په ورځ (۱۲ لړم ۱۴۰۵) پای ته ورسېد.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د رسنیو مرکز د رهبرۍ ترڅنګ، د اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم ملا حمدالله فطرت، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئول، محترم جمیل وقار، د امارتي ادارو ویندویانو او استادانو هم ګډون کړی وو.
په پیل کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم ملا حمدالله فطرت وویل: د دې ډول روزنیزو ورکشاپونو د دایرېدو هدف دا دی، چې د امارتي ادارو د ویندویانو مسلکي ظرفیت لوړ شي، تر څو د خپلو ادارو کړنو او فعالیتونو ته په ښه ډول انعکاس ورکړي او له رسنیو سره خپله همکاري لا زیاته کړي. نوموړي له ویندویانو وغوښتل چې په ورکشاپ کې له تدریس شویو موضوعاتو څخه پخپل کاري چاپېریال کې ښه ګټه پورته کړي.
ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د روزنیز ورکشاپ په برخه کې د رسنیزو بنسټونو، ویندویانو او استادانو له همکارۍ څخه مننه وکړه.
محترم حقاني زیاته کړه، د دې روزنیز ورکشاپ موخه، د امارتي ادارو د ویندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړول وو، زه هیله من یم چې په دغه ورکشاپ کې تدریس شوي موضوعات د هغوی په مطبوعاتي چارو کې د لا ښه والي سبب وګرځي، هر څومره چې ویندویان په مسئولانه او مسلکي ډول خپلې چارې تر سره کړي، په همغه اندازه به د اطلاع رسونې بهیر چټک او د لاسته راوړنو د ښه انعکاس زمینه برابره شي.
په همدې ډول، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرستیال، محترم جمیل وقار هم پخپلو خبرو کې د اطلاع رسونې بهیر د لا ښه والي او معیاري کېدو لپاره، د داسې روزنیزو ورکشاپونو په لار اچول مهم وبلل او په دې برخه کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې وستایلې.
دغه مراسم رسنیزو بنسټونو، ویندویانو او استادانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو او د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.