--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

2025-11-22

 

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، لومړی د کمېسيون له لوري د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې.

وروسته د کورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

شریک یی کړی