د رسنیو مرکز رهبرۍ، په کابل کې د فرانسې خبري اژانس، بي بي سي او نیویارک ټایمز له دفترونو څخه لیدنه وکړه
2025-11-27
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او مرستیال یې، محترم حشمت الله ناصري، د چهارشنبې په ورځ (۵ لیندۍ ۱۴۰۴) په کابل کې د فرانسې خبري اژانس، بي بي سي او نیویارک ټایمز له دفترونو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل وې ویل: د رسنیو مرکز رهبرۍ له رسنیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړې، څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې او مشکلات واوري او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
ورپسې، د رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني خبرې وکړې وې ویل: رسنۍ د ټولنو د پرمختګ، د عامه اذهانو روښانولو او د نظامونو او ملتونو ترمنځ د باور زیاتولو برخه کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي حقاني زیاته، د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي او په دې برخه کې تل پر خپله ژمنه ولاړ دی.
محترم حقاني، په کابل کې د فرانسې خبري اژانس، بي بي سي او نیویارک ټایمز د دفترونو له مسئولینو غوښتنه وکړه څو پخپلو راپورونو کې حقایق خپاره او د افغانستان اصلي تصویر نړیوالو ته ښکاره کړي.
دغه راز محترم حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر ته قایل ندی او هڅه یې دا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ټولو رسنیو ته یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه، په کابل کې د فرانسې خبري اژانس، بي بي سي او نیویارک ټایمز د دفترونو مسئولینو د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د رسنیو مرکز دا ابتکار وستایه چې د اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه له نېږدې لیدنه کوي.
د یادو رسنیو مسئولینو، په افغانستان او نړۍ کې د دغو رسنیو د رسنیزو فعالیتونو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې یادې رسنۍ تر خپله وسه د حقایقو په خپرولو کې هڅه کوي.
په پای کې دواړو لوریو د همکارۍ او تعامل کچې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.