GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول

2026-02-11

د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.

د دې تړونونو له مخې به د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل ولایت په نغلو سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، د پروان ولایت په باریک اب سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني ولایت کې۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او همدارنګه په تخار ولایت کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان ولایت کې۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي.

په یادو پروژو شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې به په دوه کلونو او د ډبرو سکرو پروژې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

شریک یی کړی