د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د آرزو تلویزیون له رئیس سره وکتل
2026-04-04
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د آرزو تلویزیون له رئیس سره وکتل
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د شنبې په ورځ (۱۵ وری ۱۴۰۵) د آرزو تلویزیون له رئیس، محترم محمد همایون سلیمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې محترم حقاني، د آرزو تلویزیون رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ، د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس او د ادارو د فعالیتونو په تړاو د عامه پوهاوي برخه کې د دغه تلویزیون له همکارۍ څخه مننه وکړه.
محترم حقاني وویل: هر څومره چې د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه شي، په همغه اندازه به د معلوماتو شریکولو بهیر چټک او اغېزناک شي، چې له امله به یې د حکومت د کړنو او پالېسیو په اړه د ولس پوهاوی زیات، د منفي تبلیغاتو کچه ټیټه او د نظام او ولس ترمنځ د باور فضا نوره هم پياوړې شي.
دغه راز، ښاغلي سلیمي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو اړندو برخو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې مهمې او اغېزناکې وبللې او غوښتنه وکړه چې یاد مرکز دې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
ښاغلي سلیمي ټینګار وکړ، چې آرزو تلویزیون به د مسلکي اصولو او ملي مسئولیت په چوکاټ کې د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په پای کې دواړو لوریو په اړوندو برخو کې پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.