د رسنیو د خبر مدیرانو ته د پرمختګ وېبسایټ د کارونې ورکشاپ تر سره شو
2026-04-21
د رسنیو د خبر مدیرانو ته د پرمختګ وېبسایټ د کارونې ورکشاپ تر سره شو
د رسنیو د خبر مدیرانو لپاره، د پرمختګ وېب سایټ له معلوماتو څخه د ګټې اخیستې ورکشاپ د سه شنبې په ورځ (۱ غویی ۱۴۰۵) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شو.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، کره او باوري اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د پرمختګ وېب سایټ د اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
محترم حقاني وویل: د پرمختګ وېب سایټ د معلوماتو یو باوري او رسمي پلټفورم دی، چې رسنۍ کولی شي له دې لارې د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو کره او دقیقو معلوماتو ته اسانه لاسرسی ولري. نوموړي زیاته کړه، دا وېب پاڼه نه یوازې د اطلاعاتو د شریکولو بهیر اسانه کوي، بلکې د حکومت د لاسته راوړنو د انعکاس لپاره هم یوه مهمه او اغېزناکه وسیله ده.
همدارانګه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري د ورکشاپ په لړ کې د پرمختګ وېب سايټ د جوړېدو، د اطلاعاتو زېرمه کولو او د دغه معلوماتي پورټال څخه د سمې ګټې اخیستنې په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي، د خبر له مدیرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد وېب سایټ له محتوا څخه د خبر او راپور په جوړولو او نورو اړینو برخو کې ښه استفاده وکړي.
په همدې ډول، د رسنیو د خبر مدیرانو هم پخپل وار سره د یاد وېب سایټ د لا غنامندۍ په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.
د ورکشاپ په پای کې د رسنیو مرکز رهبرۍ، د رسنیو خبر مدیرانو له ته ډاډ ورکړ، چې د وېب سایټ د غنامندۍ برخه کې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یادداشت شوي او د تطبیق په برخه کې به یې تر خپله وسه هڅه وکړي.