GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ثور د اوومې او اتمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

د ثور د اوومې او اتمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

2026-04-27

د ثور د اوومې او اتمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم
(۴۸) کاله وړاندې د ثور میاشتې په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د یو شمیرکمونیستانو لخوا د وخت د افغانستان حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د کمونیستي تيري لپاره زمینه مساعده شوه.


دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره اشغال کړي او پردۍ کمونیستي عقیده پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان  مجاهد او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود. په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) ستره فتحه، کامیابي او استقلال تر لاسه کړ. الحمدلله والمنة


اسلامي امارت د ثور د ۷مې کودتا او ورپسې زموږ په پاک حریم کمونیستي تجاوز غندي او د ثور  ۸ مه بیا د خپل هیواد د فتحي، کامیابۍ د افتخار تاریخي ورځ او د الله جل جلاله لوی نعمت بولي چې باید ټول یې شکر ادا کړو. 
هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلي خلک خوښ و، چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د فتحي نعمت، ارامي او د خپلې خوښې د شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو دا هرڅه په سیلاب لاهو کړه او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه یې ضایع کړل.
موږ د ثور اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو یوځل بیا یادونه کوو چې اسلامي امارت لکه څنګه چې د وحدت او اتفاق په راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نافذولو لپاره تأسیس شوی و، هغه هدف ته رسیدلی، اوس د دې وخت دې چې د خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو با ثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټې او متعهد پاتې شي. ان شاءالله تعالی  
د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۱۱/۱۴۴۷هـ ق
۷/۲/۱۴۰۵هـ ش ــ 2026/4/27م

شریک یی کړی