GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې

په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې

2026-04-28

په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې
 
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په فاریاب ولایت کې د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستل شوې.
 
په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د توزیع
 
شبکو پراخول شامل دي.
پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري یې مالي تمویل کېږي او ټاکل شوې، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې
شي.
 
د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.

شریک یی کړی