عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځنې اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې وکړې
2026-04-29
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځنې اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې وکړې
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د مالیې وزارت وزیر، معینانو، د ولایتونو مستوفیان، همداراز د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې رئيس، د کندهار والي، او د کندهار ولایت د ریاستونو رئیسانو، او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو برخه اخیستې وه، ګډون او ویناوې وکړې.
سيمینار د قرآن کریم د څو مبارکو په آیتونو سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سيمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه: زموږ مسؤلیت د الله جل جلاله د شریعت عملي کول دي او د هر کار لپاره چې مقرر شوي یاست پر تاسو باندي د هغه کار شرعي زده کړه فرض ده.
هغه جناب وویل: د علماء کرامو نصیحتونو ته غوږ نیسئ، نیکي مشورې یې اورئ، پوره احترام او قدر یې کوئ، ځکه د علماء کرامو په قدر او عزت سره اسلام عزتمند کیږي او بل د حکومت د خلکو مسؤلیت دادی، الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ، چې د مجاهدینو په ټولو کې مهم هدف دادی چې لمونځونه او شرعي احکام به اقامه کوي، د جمعې لمونځ به د مسلمانانو د شرعي امام لخوا او د هغه په اذن او اجازه اقامه کوي او د مسلمانانو لخوا شرعي امام د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره دی، زموږ مسؤلیت اول په ځان او بیا په خلکو کې د الله تعالی د شریعت عملي کول دي، نو اول خپل ځان په دین باندې پوه کړئ او بیا خلکو ته د الله تعالی احکام ورسوئ، ورته بیان یې کړئ او په دین یې پوه کړئ او د هري کچې مسؤلین چې یاست دینداري ته ډیره توجه وکړئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤلینو ته په خطاب کې وویل، په ګمرکونو کې چې تاسي کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، نو دا بیت المال دی، ډیر احتیاط کوئ چې بېځایه دا مال مصرف نه کړئ، تاسو مسؤلین یاست پر تاسو لازمه ده چې اوس به د بیت المال مسائلو ځانونه پوه کوئ او علم به ورباندي راولئ، دا مالونه چې تاسو جمع کوئ دا بیت المال دی، داسي معامله به ور سره کوئ لکه د یتیم د مال سره او کوښښ وکړئ چې دا مالونه د خلکو په عام مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې وویل، ځانونه خادمان بولئ، په کارونو کې غفلت مه کوئ، په غیري مقصودي کارونو کې ځان مه مصروفوئ که د غفلت څخه تاوان پیښ شو بیا غفلت عذر نه دی، خپلو ملګرو ته توجه وکړئ ځکه د هغوی د نیمګړتیاوو مسؤلیت هم ستاسو دی، کوښښ د دې وکړئ چې امانت داري مو له منځه ولاړه نه شي، ځکه د امانت داري سره ایمان تړلی دی که امانت داري ولاړه ایمان ورسره ځي، د خپلو شخصي ګټو پر ځای عامه مصالحو ته متوجه شئ، ته، امتیاز ځان ته مه ور کوئ، تواضع کوئ او د دیني شعائرو ساتنه کوئ، او د خلکو سره سختي مه کوئ، د خلکو سره اساني کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ ځکه الله پاک توبه قبلونکی دی او خلک په نفرت کې مه اچوئ، خلک د جماعت سره عادت کړئ، خپل لمونځونه مو هم باید په جماعت سره وي، د خلکو سره په لمانځه کې یوځای کیږئ، که تاسي غواړئ چې اسلام ته قدر ورکړئ نو د علماء کرامو سره ناسته کوئ، باید ستاسي د مجلس خلک صالحان وي، او د خلکو د حاجت پر مخ دروازې مه بندوئ، د خلکو سره د نژدې اوسیږئ تر څو خلک تاسي ته درسي او ستاسو سیاست له نژدې وویني، مسؤلیت داسي چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې و نه لري، خپل ماتحت ملګري خپلو وظیفو ته متوجه کړئ، تر څو د خلکو کارونو کې ځنډ رانه شي خلکو ته په کارونو کې اسانۍ جوړي کړئ تر څو ښه خدمت وکړای شئ.
په پای کي ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام
۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق