GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ریاست الوزراء  مقام دفتر عمومي رئیس د نورستان یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء  مقام دفتر عمومي رئیس د نورستان یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل

2026-05-06

د ریاست الوزراء  مقام دفتر عمومي رئیس د نورستان یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د نورستان ولایت یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره په ارګ کې وکتل.


په دغه کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د راغلو مېلمنو په استازیتوب یو عالم خبرې وکړې او د جهاد په مرحله کې د نورستان د خلکو د هلوځلو، زحمتونو او سرښندونو یادونه یې وکړه او وې ویل، دوی د خپل اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي.


هغه وویل، د پېچلې جغرافیې او په نورستان کې پراختیایي چارو، د تاسیساتو جوړولو او خدماتو برخو ته تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله خلک په محرومیت او مشقت کې ژوند کوي او د پاکستاني رژیم د تېرو دوامدارو بریدونو له امله د نورستانیانو ژوند لاسخت او حتی ځینې کورنۍ له خپلو سیمو او کلیو څخه بې ځایه شوې.   


نوموړي د نورستان د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په موخه د لویو لارو، ښوونځیو، مدرسو او کلینیکونو د جوړولو، د بې ځایه شویو خلکو د ورستنولو او په دوه ولسوالیو د کامدېش ولسوالۍ د وېش په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.


د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت د ټولو ولایتونو خصوصا د نورستان، بدخشان، کنړ او نورو لیرې پرتو ولایتونو او محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري. 


محترم ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ښو پرمختګونو، خدماتو برابرولو او لاسته راوړنو ترڅنګ د خلکو ستونزو ته د لاښې رسېدنې په موخه په تېرو پنځو کالو کې په بېلابېلو ولایتونو کې نوې ولسوالۍ منظور کړې دي چې له هغې جملې دوه ولسوالۍ په نورستان ولایت کې هم دي.


محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې وویل، د تېرو پنځوسو کالو جګړو، ناکراریو او ویجاړیو له امله په هره برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي او مسئولین د هغو د حل لپاره دوامدرې هلې ځلې کوي. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او ستونزې به یې د حل په موخه  له اړوندو مسئولینو سره شریکې شي .

شریک یی کړی