GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د چارو پر لا ښه والي او پلانونو بحث وشو

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د چارو پر لا ښه والي او پلانونو بحث وشو

2026-05-11

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د چارو پر لا ښه والي او پلانونو بحث وشو

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د تېر کال پر لاسته راوړنو او د روان کال د چارو پر ښه والي او پلانونو بحث وشو. 

دغه غونډه چې په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شوه او د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست مسئولینو او کارکوونکو هم پکې ګډون کړی و، په پیل کې محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د چارو د ښه والي لپاره د تېر کال له مثبتو تجربو څخه استفاده مهمه وبلله او وې ویل، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست ټول کارکوونکي دې دنده د اسلامي نظام د استحکام او د ملت د خدمت وسیله وبولي، په چارو کې اخلاص، له یو بل سره همکاري، د وخت پابندي، د بیت المال ساتنه او پر وخت د اداري کارونو ترسره کول اصلي هدف دی. 

نوموړي همداراز وویل، د روان ۱۴۰۵ کال تشکیلات همدې اړتیاوو ته په کتو له ارزونو او بحثونو وروسته جوړ شوي دي. 

ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د ادارې او سرچینو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم پر تعهد، وفا او اخلاص ټینګار وکړ او وې ویل، هماغسې چې ادارې له کارکوونکو سره د شویو ژمنو پر اساس ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي، په مقابل کې کارکوونکي هم باید خپلې دندې په رښتینولۍ او اخلاص ترسره کړي. 

په دې غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مفتي محمود ذاکري هم د مسئولیتونو په درک ټینګار وکړ او د اسلامي شریعت د حکم په رڼا کې یې په اسلامي نظام کې دنده ترسره کول امانت او د خدمت ښه وسیله وبلله او وې ویل، ټول کارکوونکي په اطاعت او اتحاد سره دې هدف ته رسېدلی شي. 

دغه غونډه د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم شهید ورور لخوا د دعائیې په لوستلو سره پایته ورسېده.

شریک یی کړی